مصنوعي ځیرکتیا؛ د پرمختګ او وابستګی ترمنځ پوله
سلما احمدزی- او د انسانانو په ژوند کې د مصنوعي ځیرکتیا رول مصنوعي ځیرکتیا د نوې ټکنالوژۍ له مهمو لاسته راوړنو څخه ګڼل کېږي؛ داسې ټکنالوژي چې د نړۍ خلکو ژوند یې د بدلون پر لور بیولی دی.

یاد ټکنالوژۍ د خلکو له ورځني ژوند څخه نیولې تر زدهکړو، طبابت، صنعت او سوداګرۍ پورې په بېلابېلو برخو کې ژور اغېز کړی او د کارونو بهیر یې ډېر ساده او چټک کړی دی.
مصنوعي ځیرکتیا د کارونو د سرعت په زیاتولو، د معلوماتو په دقت او ښه کولو او د پېچلو فعالیتونو په ساده کولو کې مهم رول لوبولی دی.
همداراز په ښوونیزو سیستمونو او ډیجیټلي خدمتونو کې د دې کارونې خلکو ته معلوماتو ته لاسرسی اسانه کړی دی.
دا د ډېرو ګټو ترڅنګ ځینې اندېښنې هم له ځان سره لري.
یو شمېر کاروونکي له مصنوعي ځیرکتیا څخه د استفادې له پایلو خوښ دي، خو یو شمېر نور بیا دا ټکنالوژي د کارونو د سستۍ، له حده زیاتې وابستګۍ، د فکري مهارتونو د کمېدو او د خلکو د خلاقیت د کمزوري کېدو لامل بولي.
د مصنوعي ځیرکتیا فعاله کاروونکې مرسل وايي: «د مصنوعي ځیرکتیا کارول زما لپاره ډېر ګټور تمام شوي دي.
دې ټکنالوژۍ په ډېرو برخو، لکه زدهکړو او معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې راسره مرسته کړې او تر یوه حده زما لپاره د یوه ښه استاد او ملګري په څېر ده.
او توانېدلې یم چې د هغې په مرسته ډېر کارونه په اسانۍ ترسره کړم.»
کاروونکی سروش، وایی: «د مصنوعي ځیرکتیا په اړه مې ډېره ځانګړې تجربه نه ده لرلې، خو کله ناکله د چټ جي بي ټي د کارولو پر مهال پام می کیږی چې ناسم ځوابونه وړاندې کوي.
دا موضوع کله ناکله د خفګان لامل کېږي او اړ کېږم چې معلومات له نورو سرچینو څخه هم وڅېړم.»
بله کاروونکې سارا خپلې تجربې په اړه وايي: «مصنوعي ځیرکتیا یو فوق العاده روبوټ دی چې کولای شي په هره برخه کې چې موږ مرستې ته اړتیا لرو، له موږ سره مرسته وکړي او په بېلابېلو برخو کې زموږ پوښتنو ته ښه ځوابونه وړاندې کړي.
زما لپاره مصنوعي ځیرکتیا ګټوره ده، خو د زدهکوونکو لپاره یې یوه ننګونه دا ده چې هغوی تنبل کوی؛ ځکه زدهکوونکی په مصنوعي ځیرکتیا تکیه کوي، لږ کتاب مطالعه کوي او د خپلو ټولو دندو او سیمینارونو لپاره له مصنوعي ځیرکتیا څخه استفاده کوي.»
ښوونکې سلطانه، وايي: «مصنوعي ځیرکتیا د خپلو ګټو ترڅنګ، که په ناسم ډول وکارول شي، کولای شي د ځوانانو پر استعدادونو منفي اغېز وکړي.
ځینې زدهکوونکي د دې پر ځای چې له خپل فکر او هڅې څخه کار واخلي، خپل درسي کارونه لکه د مقالې لیکل او څېړنه مصنوعي ځیرکتیا ته سپاري.
دا کار د دې لامل کېږي چې د هغوی فکري مهارتونه او خلاقیت د وخت په تېرېدو سره کم شي او په راتلونکي کې ورته ستونزې رامنځته کړي.»
بله کارکونکې نجمه ، هم وايي: «زه تر ډېره د انځورونو د جوړولو او سمون لپاره له مصنوعي ځیرکتیا څخه استفاده کوم، خو کله ناکله یې پایله زما له تمې سره سمون نه خوري.
ځینې وختونه چټ جيپيټي یا د مصنوعي ځیرکتیا نور وسایل نه شي کولای هغه انځور چې زه یې غواړم، په دقیق او مطلوب ډول جوړ کړي.»
د ټکنالوژۍ کارپوه،محمد عزیز رستګار له «ویژه روز» سره په مرکه کې وویل: «مصنوعي ځیرکتیا په وروستیو کلونو کې د نړۍ له مهمو ټکنالوژیو څخه په یوه بدله شوې او د زدهکړو، روغتیا، سوداګرۍ او ورځنیو خدمتونو په برخو کې یې ډېر فرصتونه رامنځته کړي دي.
یاد ټکنالوژۍ د دې لامل شوې چې ډېر کارونه په چټکۍ، اسانۍ او دقت سره ترسره شي او خلک په لنډ وخت کې اړینو معلوماتو ته لاسرسی پیدا کړی.»
نوموړی ټینګار کوي چې کاروونکي باید د مصنوعي ځیرکتیا په کارولو کې احتیاط وکړي او هر ډول معلومات پرته له څېړنې او ارزونې ونه مني.
نوموړی په وینا، غوره ده چې شخصي او محرم معلومات د مصنوعي ځیرکتیا پروګرامونو ته ورنه کړل شي او له دې ټکنالوژۍ څخه په مسوولانه ډول ګټه پورته شي.
دغه د ټکنالوژۍ کارپوه په افغانستان کې د مصنوعي ځیرکتیا راتلونکی هم هیله بښونکی بولي او وايي: «په هېواد کې د انټرنېټ د لاسرسي له پراخېدو او له ټکنالوژۍ سره د ځوانانو د علاقې له زیاتېدو سره به د مصنوعي ځیرکتیا کارونه هم ډېر شي.
که د دې ټکنالوژۍ د زدهکړې او سمې استفادې زمینه برابره شي، مصنوعي ځیرکتیا کولای شي د افغانستان په پرمختګ او پراختیا کې مهم رول ولوبوي.
د ښاریانو د نظرونو، د هغوی د بېلابېلو تجربو او د ټکنالوژۍ د کارپوه د نظر له مخې، څرګنده ده چې مصنوعي ځیرکتیا یوه پیاوړې او په عین حال کې حساسه وسیله ده چې پوهاوي او کنټرول ته اړتیا لري.
که له دې ټکنالوژۍ څخه په سمه توګه ګټه پورته شي، کولای شي د پرمختګ لپاره ستر فرصتونه رامنځته کړي؛ خو که په ناسم ډول وکارول شي، ښايي د فردي هڅو د کمېدو، د خلاقیت د کمزوري کېدو او له حده زیاتې وابستګۍ لامل شي.
له همدې امله تر ټولو مهمه خبره دا ده چې انسان باید د دې ټکنالوژۍ د کارونې کنټرول په خپل لاس کې ولري، نه دا چې خپله د هغې تر اغېز لاندې راشي.
پای




