د پولیو واکسین تطبیق د راستنیدونکو کډوالو ته؛ د عامې روغتیا وزارت: روغتیايي ټیمونه په مرزونو کې د راستنیدونکو کډوالو لپاره شتون لري
سلمااحمدزی- د افغانستان د پولیو څخه د خلاصون اداره وايي چې هغه ماشومان چې له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته راځي، باید واکسین شي، ځکه چې موږ غواړو د دغو هېوادونو ترمنځ د پولیو (ګوزڼ) ویروس د لېږد مخنیوی وکړو.

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وايي چې دوی ټیمونه چمتو دي او د کډوالو په خدمت کې دي.
د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان په دې اړه «ویژه روز» ته وویل: «د دې لپاره چې افغانستان ته د پولیو ویروس له ننوتلو څخه مخنیوی وشي، په مرزونو یا هم صفرۍ نقطو کې، چېرې چې له پاکستان سره فرضي کرښې لرو، هغه راستنیدونکي هېوادوال چې هلته راځي، زموږ ګرځنده سیار ټیمونه هلته موجود دي.
موخه یې هغه کډوال ماشومان دي چې له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنیږي. او په لویو لارو هم ټیمونه شته چې هغوی ته واکسین تطبیق کوي.»
ډاکټر فریدالله عمري وايي: «پولیو یوه ویروسي ناروغي ده چې ماشومان پرې اخته کیږي، چې د ماشومانو د فلج په نوم هم یادیږي.
پولیو له یو شخص څخه بل شخص ته انتقالیږي. د ټوخي، پرنجي او نورو له لارې اخته کیږي. یوازنۍ حل لاره یې د پولیو واکسین دی.»
محمد جان، چې یو راستنیدونکی کډوال دی، په دې اړه وايي: «کله چې موږ له تورخم څخه واوښتو، موږ خپل ماشومان واکسین کړل.
بیا نو تیره میاشت کورته راغلي وو، هغه مهال هم مو واکسین کړل. او له دې پرته هغه واکسیناتوران چې د بېلابېلو ویروسونو لپاره په روغتونونو کې ورکول کیږي، هغه مو هم کړي دي.»
له پولیو سره په مبارزه کې برخه اخیستل کولای شي چې زموږ ماشومان وژغوري. پر وخت واکسین کولای شي چې ماشومان له دې ډول ویروسي ناروغیو څخه وژغورل شي.
پای




