د حماس څخه د اسرائیل غوښتنه او د وسلو د ایښودلو هوکړه
سلمااحمدزی- اسرائیلي چارواکو د حماس غورځنګ څخه غوښتي چې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي، ترڅو اسرائیلي ځواکونه د فلسطین له خاورې ووځي.

دې غوښتنې وروسته له هغه جدي بڼه ومونده چې د حماس ډلې له څو میاشتو اوږدو خبرو اترو وروسته په غزه کې د خپلو وسلو د ایښودلو هوکړه وکړه.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا هوکړه د خپل ۲۰ مادې سوله ییز پلان د پلي کېدو لپاره یو مهم ګام وباله.
هغه وویل چې دې هوکړې به د غزې اداره یو نوي فلسطیني حکومت ته وسپاري.
ټرمپ زیاته کړه چې د وسلو د ایښودلو ترڅنګ به اسرائیلي ځواکونه له غزې ووځي او د سیمې د امنیت لپاره به لازم تضمینونه برابر شي.
د حماس یو لوړپوړي چارواکي دې هوکړې ته تایید ورکړی، خو تراوسه یې رسمي اعلامیه نه ده خپره کړې.
د راپورونو له مخې، دا هوکړه د امریکا، قطر، مصر او ترکیې په منځګړیتوب شوې ده او مصر به د اوربند د دویم پړاو د څارنې لپاره د منځګړو غونډه کوربه وي.
په همدې حال کې، اسرائیل لا رسمي دریځ نه دی څرګند کړی، ځکه تل ابیب له دې وړاندې ویلي و چې خپل ځواکونه به له غزې نه باسي.
سیاسي کارپوه جبار اکبري وايي: «ټاکل شوې چې اسرائیلي ځواکونه فلسطین پرېږدي، خو صهیونیستي رژیم وارخطا دی.
ترڅو چې حماس د وسلو پرته شي، دوی به فلسطین نه پرېږدي.
حماس د اسلام یو له قوي ډلو څخه ده چې په کلکه ولاړه ده او له اسلام، جغرافیې، خاورې او عزت څخه دفاع کوي، همدا شی د صهیونستانو لپاره ویره ده.»
نوموړی زیاتوي: «ترڅو چې نړیوال سازمانونه او ټرمپ، چې ځان یې د فلسطین په جګړه کې لاس درلود، فلسطین په رسمیت ونه پېژني او اسلامي هېوادونه یو موټی تصمیم ونه نیسي، زه نه ګومان کوم چې اسرائیل به واقعاً وسلې پر ځمکه ایښودلو او وتلو ته ژمن پاتې شي.
ځکه چې دا د اسلام جغرافیه ده او له دوو کلونو راهیسې جګړه روانه ده او ۲-۳ میلیونه انسانان ورته قرباني شوي دي.
اسلامي هېوادونه باید د فلسطین په اړه یو واحد تصمیم ونیسي او حماس د یو خپلواک دولت په توګه خپل کلک دریځ وساتي.»
بل خوا سیاسي کارپوه عزیز معارج وايي: «دا یوه لوبه ده چې اسرائیل غواړي حماس بې وسلې کړي او له فلسطین څخه ووځي، خو دلته رښتینی تضمین شتون نلري او مقابل لوری بې وسلې کېږي.
حماس باید اسرائیل له زوره وباسي. حماس هم یوه لوبه پیل کړې او بهانه کوي چې که اسرائیلي ځواکونه ووځي، نو وسلې به پر ځمکه کېږدي، خو که وسلې ورکړي، نو معنی یې دا ده چې حماس به په بشپړ ډول ختمه شي.»
دا پرمختګ په داسې حال کې دی چې له دوه کلونو راهیسې اسرائیلي ځواکونه په فلسطین بریدونه کوي او زرګونه مسلمانان شهیدان شوي دي.
د ډېرو مذاکراتو سربېره، تراوسه کومه پایله نه ده ترلاسه شوې او د اوربند هوکړې لا هم له ننګونو سره مخ دي.
پای




