د محمداغې ولسوالۍ د سختو سیلابونو له امله ۲۰۰ کورونه ویجاړ شوي
فریداحمد حکیمی- په لوګر ولایت کې د سختو بارانونو او سیلابونو له امله د محمداغې ولسوالۍ اوسېدونکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

د ولایتي چارواکو په خبره، تر اوسه ۲۰۰ استوګن کورونه په بشپړه یا جزئي توګه ویجاړ شوي، او ۷۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.
د لوګر والي په ځانګړې لارښوونه، د زیانمنو شویو سیمو لپاره د مرستو رسولو عملیات پیل شوي دي.
د ولایتي ادارې، د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست، سره میاشتې ټولنې، عامې روغتیا ریاست او امنیتي ځواکونو په همغږۍ، تر اوسه له سلګونو ځپلو کورنیو سره بېړنۍ مرستې شوي دي.
د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست له لوري ۶۰۰ تنو ته خواړه وېشل کېږي، او هغو کسانو ته چې کورونه یې ویجاړ شوي، کمپلې، د جامو کڅوړې او روغتیايي کېټونه هم وېشل کېږي.
د سره میاشتې ریاست هم سیمې ته د لومړنیو مرستو او سروې ټیمونه استولي دي.
د یادولو وړ ده چې په دې پېښه کې د څښاک د پاکو اوبو یو شمېر ژورې څاه ګانې او د هغوی لمریزې برېښنا تختې هم تخریب شوي دي.
د لوګر ولایتي اداره له ټولو خیریه بنسټونو، ملي او نړیوالو مرستندویه ادارو څخه غوښتنه کوي، چې په دې سختو شرایطو کې خپلې بېړنۍ مرستې زیاتې کړي.
پای



