د امام ابوحنیفه (رح) څلورم ملي او نړیوال نندارتون په کابل کې پرانیستل شو
د امام ابوحنیفه (رح) څلورم ملي او نړیوال نندارتون د اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو، د سفارتونو استازو، نړیوالو بنسټونو او د خصوصي سکتور د مشرانو په حضور کې د افغانستان د نړیوال نندارتون په مرکز کې پرانیستل شو.

په دې مراسمو کې د دولت او دیپلوماټیکو حلقو ګڼ شمېر مهم شخصیتونه ګډون درلود، چې له جملې یې: نورالدین عزیزی، د صنعت او سوداګرۍ وزیر، مولوي عطاالله عمري، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر، ډاکټر عبدالطیف نظری، د اقتصاد وزارت معین.
ښاغلي عزیزی وویل: د اسلامي امارت په پیل کې یوازې شاوخوا ۲۰۰ فابریکې د هرات په صنعتي ښارګوټي کې فعالې وې، خو اوس دا شمېر له ۱۲۰۰ څخه اوښتی دی.
افغانستان دا مهال له ۸۰ هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې لري او د وارداتو او صادراتو په برخه کې هېڅ محدودیت نشته.
د ایران د سیستان او بلوچستان له والي سره د میلک په پوله لیدنه کې مثبتې هوکړې شوې دي.
اسلامي امارت د اسانتیا برابروونکی رول لري، خو خصوصي سکتور د اقتصاد اصلي محرک دی.
د اقتصادي محدودیتونو د له منځه وړو یوازینۍ لاره د افغانستان اقتصادي ځان بسیا ده.
مولوي عطاالله عمري وویل: «افغانستان له دودیزې اوبولګولو څخه د څاڅکي اوبولګولو عصري سیستم ته د تګ په حال کې دی، او باید د کورني تولید پر وړاندې د خلکو باور لا پیاوړی شي.»
ډاکټر عبدالطیف نظری د خوړو د خوندیتوب او کارآفرینۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او دا دواړه یې د هېواد د اقتصادي راتلونکي لپاره حیاتي وبلل.
د ایران او ازبکستان استازو هم په دې نندارتون کې د ګډون پر مهال له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو د پراخېدو ملاتړ وکړ او د اقتصادي همکاریو د لا پیاوړتیا غوښتنه یې وکړه.
یاد نندارتون به د یوې اوونۍ لپاره دوام ولري او د افغانستان کورني تولیدات به د کورنیو او بهرنیو لیدونکو پر مخ پرانېستي وي.
پای




