د ترمذ غونډه او د افغانستان رول
سلمااحمدزی- د ازبکستان په ترمذ ښار کې د سیمه ییزې سوداګرۍ په وروستۍ غونډه کې ټینګار وشو چې افغانستان د مرکزي آسیا او جنوبي آسیا د پل په توګه مهم ستراتیژیک رول لوبوي. ګډونوالو د افغانستان له لارې د سیمه ییزې اړیکې د پیاوړتیا اړتیا ومنله.

د اقتصادي شنونکي امیدالله قاسمزي په وینا، افغانستان د وچې کلابندې سیمې په توګه آزادو اوبو ته لاسرسی نلري، نو اړتیا لري چې د ځمکنیو لارو له لارې نړیوالو بازارونو سره و تړل شي.
هغه زیاتوي چې د افغانستان له لارې د مرکزي او جنوبي آسیا هیوادونو نښلول د دغه هیواد سیمه ییز مقام او د سوداګرۍ کچه لوړوي.
بل شنونکی محمد عیسی مبارز وايي، افغانستان کولای شي د خپل موقعیت او اتصال منطق نه کار اخیستو سره له پرمختللو اقتصادي قدرتونو سره وصل شي.
خو نوموړی ټینګار کوي چې که افغانستان یوازې وارداتي هیواد پاتې شي، دغه حالت به د هغه په زیان تمام شي ځکه واردات به ګران وي.
برعکس، که افغانستان د خپلو زیربناوو، تولیداتو او فابریکو په پیاوړتیا سره د ترانزیت عواید ترلاسه کړي، نو کولای شي پرمختګ وکړي.
مبارز وړاندیز کوي چې له دغه موقعیت څخه باید ګټه پورته شي او له ټولو هیوادونو سره متوازنې سوداګریزې اړیکې وساتل شي.
په غونډه کې د سوداګریزو دهلیزونو پر پراختیا، د ترانسپورټ او انرژۍ اړیکو پر ښه والي، او د دوامدار تعامل له لارې د باور پیاوړتیا باندې ټینګار وشو.
پای




