د ګاز لوړوالی د افغانستان په بازارونو کې
سلمااحمدزی- د امریکا او ایران ترمنځ اوسنۍ جګړې سیمه او نړۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ کړې ده، چې یوه مهمه ستونزه یې د ګاز بیې لوړوالی دی. افغانستان هم د دې ستونزې له امله سخت زیانمن شوی، او د هېواد په بازارونو کې د ګاز بیې د پام وړ لوړې شوې دي.

د کابل ښار اوسیدونکې، ملکه سیمین: “ستونزه ډېره ده. شپه موږ لیټر ګروپ ته ناست وو. ۹۰ افغانۍ یو ځای او ۱۰۰ افغانۍ بل ځای کې ورکوو.
موږ له کومه کړو د ګاز غم وکړو که د پیاز او کچالو یا د برق غم وکړو. ډېری وخت برق هم نه وي. له حکومت غواړو چې زموږ ستونزو ته رسیدنه وکړي.”
د مزار شریف ښار اوسیدونکې، زهرا: “د ګاز بیې ډېرې لوړې شوې، یو کیلو ګاز په ۹۰ افغانۍ دی. خلک بیکاره دي او کورنیو ته ډېره سخته ده. باید مناسب قیمت په نظر کې ونیول شي.”
عبدالله، د جلال اباد ښار اوسیدونکی: “په جلال اباد کې یو کیلو ګاز ۷۵ او ۸۰ افغانۍ دی.”
د هرات والي ښاغلي اسلام جار په امر، په ۹ منطقو کې د سیار په توګه په ۵۵ افغانۍ باندې یو کیلو ګاز هېوادوالو ته توزیع کوي. د ده په وینا، یاد کار د خلکو د ملاتړ لپاره ترسره شوی دی.
د ښاروالۍ ویاند، نعمت الله بارکزي وايي: “په وروستیو کې د ګاز او تیلو بیې په نړیواله کچه لوړې شوې دي.
موږ نرخ نامه توزیع کړې ده چې یو کیلو ګاز په ۷۳ افغانۍ دی.
هیڅوک حق نه لري چې یوه افغانۍ هم لوړ وپلوري. که څوک شکایت لري، ۱۵۵ شمیرې ته خپل شکایت ثبت کړي.
کابل ښاروالۍ په ټولو ساحو کې ګزمه لري. که پر چا ثابت شي چې لوړ یې پلوري، نو لومړی مهرلاک کوو، که بیا هم تکرار شي، عدلي او قضایي ارګانونو ته یې سپارو.”
د نفت او ګاز امارتي شرکت ویاند، کوچي یوسفزي وايي: “د نفت او ګاز لوړوالی د عرضې کمښت، د تقاضا زیاتوالی، فصلي بدلونونه، او په سیمه کې نظامي نښتې هغه لاملونه دي چې د ګاز او تیلو بیې لوړې شوې دي.
د افغانستان نفت او ګاز امارتي شرکت په ځینو ولایتونو کې د وبلن ګاز پلورنځي رامنځته کړي دي.
یاد شرکت په اساسي وخت کې ستر رول ادا کړی دی او هڅه کوي چې خلک له اقتصادي فشار څخه وژغوري.”
په افغانستان کې خلک له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ دي، او ډېری خلک له ګاز څخه ګټه پورته کوي.
د ګاز بیې لوړوالی خلک یې له جدي ستونزو سره مخ کړي دي، او له حکومت څخه غواړي چې په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
پای




