دحوثیانو د حملی په تړاو د ترکيي، پاکستان او سعودي عربستان غونډه
سلمااحمدزی- پر سعودي عربستان د حوثیانو حمله په تړاو دی دری هیوادونو تر مینځ غونډه ترسره شوه. ياده غونډه په ریاض کی د دری هیوادونو د حاکمیت او ځمکني بشپړتیا، امنیت او ګډ دفاع پر ژمنتیا ټینګار کړی.

د غونډه کی د عربستان دفاع وزارت په ایکس پاڼه ویلی چی په دی غونډه کی د مکی ښار او سعودي عربستان پر ملکی او اقتصادي تاسیساتو وروستی بریدونه وغندل شو.
او د شته امنیتی ګواښونه وڅيړل. یاد هیوادونه د مکی د ګډ دفاعی تړون د ژمنو د سمدستي پلي کیدو غوښتنه کړی ده.
سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې د روان کال د زمري میاشتې په ۱۶مه د «مکې د ګډې دفاع تړون» لاسلیک کړی و.
د دغه تړون له مخې، پر یوه غړي هېواد هر ډول وسله وال برید د ټولو غړو هېوادونو پر وړاندې برید ګڼل کېږي.
سیاسی کارپوهان په دی باور دی چی پاکستان هیڅکله چاسره همکاری نکوی.
د سیاسی چارو مبصر ډاکټر ګل محمد دین محمدي وایی: «پاکستان د سعودي عربستان سره زړه نه همکاری نکوی، او سعودي عربستان غلط کوی، په عمل کی ورسره ندی.
هر کله چی پر عربستان حمله کیږی نو پاکستان د ځان مصروفولو لپاره په افغانستان حملی کوی. او سعودي هم نغواړی چی د پاکستان ملاتړ له ځان سره ولری.»
بلخوا د سیاسی چارو مبصر روح الله هوتک بیا وایی: «د سعودي او حوثیانو تر مینځ جګړه د امریکا او حوثیانو د تفاهم وحصول دی. د دری هیوادونو تر مینځ تړون جګړه پای ته نشی رسولی.
کله چی ترک د ناټو او پاکستان د امریکی لپاره د سوځيدلي مهري په توکه وی، نو جګړه په سیمه کی د پراخیدو لوړ حد ته رسولی شی. پاکستان او ترکیه د جګړی برخه نده.
امریکایان بده اراده لری سیمی لپاره او د شکیلتیا لپاره مختلف اسباب کاروی. چی مهم اسباب یی حوثیانو سره تفاهم دی، چی اقتصادی ګټی یی امریکا لپاره ده. او فرانسی هم په دغه برخه کی اقدام ترسره کړی دی.»
دا په داسی حال کی ده چی د فرانسی ولسمشر د سعودي له چارواکو مشوری وروسته ویلی چی پاریس به سعودي عربستان ته د ینبع بندر د ساتلو لپاره پوځیان، پوځي تجهیزات او راډار سیسټمونه ولیږدوي.
دا څرګندونی په داسی حال کی شوی چی تیرو اوونیو کی د یمن حوثیان د عربستان د تیلو پر ځینو مهمو تاسیساتو بریدونه کړی. او ینبع بندر د تیلو د لیږد رالیږد مهم بندر ګڼل کیږی.
پای




