په کابل کې د برېښنا په پرچاوی کې کموالی: د ښاریانو هیله ۲۴ ساعته برېښنا لپاره
سلمااحمدزی- د کابل ښار اوسېدونکي په وروستیو ورځو کې د برېښنا په پرچاوی کې د کموالي هرکلی کوي او د تېرو میاشتو په پرتله یې د پام وړ پرمختګ بللی دی. برېښنا چې د ورځني ژوند او اقتصادي فعالیتونو یوه بنسټیزه اړتیا ده، اوس په ځینو سیمو کې په منظم ډول شتون لري.

د برېښنا شرکت د شمېرو له مخې، په دې دوره کې د برېښنا رسونې کچه ۹۷ تر ۱۰۰ فیصدو ته رسېدلې ده.
د کابل ښار اوسېدونکې رویا وايي: «له اختر نه وروسته څه موده وشوه چې برېښنا نه ځي، ټوله ورځ برېښنا لرو. دا وضعیت د دې لامل شوی چې د برېښنا له پرچاوي سره مخ نه شو.
له حکومت غواړو چې داسې برنامې مخې ته کړي چې برېښنا ۲۴ ساعته شي.»
د قلعه فتح الله اوسېدونکی اسدالله وايي: «د برېښنا پرچاوي زموږ په سیمه کې ډېر ښه شوی دی، ډېر خوشحاله یم. کله چې برېښنا منظمه وي، خوراکي توکي زموږ په دوکان کې نه خرابیږي.»
افشار، د سیلو اوسېدونکی وايي: «زموږ برېښنا د پخوا په پرتله ښه شوې ده، ډېری وخت برېښنا لرو. کله چې برېښنا وي، خپلو کارونو ته ښه رسېدلی شو.»
د برېښنا شرکت ویاند محمد صادق حقپرست ویلي:
۱. د اوبو کچې لوړېدل: په تېرو کلونو کې وچکالۍ د اوبو کموالی رامنځته کړی و، چې د برېښنا د تولید د کمېدو لامل شوی و. وروستیو بارانونو وضعیت ښه کړی او د برېښنا تولید لوړ شوی دی.
۲. د برېښنایي تجهیزاتو ښهوالی: هغه ترانسفارمرونه او لیږد تجهیزات چې پخوا کمزوري وو، اوس پیاوړي شوي او شرکت د لیږد او توزیع سیسټمونو ظرفیت لوړ کړی دی.
۳. منظم او فعال تخنیکي ټیمونه: دا ټیمونه ستونزې په چټکۍ سره حل کوي او هر چېرې چې ستونزه رامنځته شي، ژر تر ژره اقدام کوي.
د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، د شرکت مشرتابه روسیې ته د رسمي سفر پر مهال د برېښنا په سکټور کې د یو شمېر معتبرو تولیدي او تخنیکي شرکتونو سره لیدلي او یوې هوکړې ته رسېدلي دي.
په دې تړونونو کې روسي شرکتونو ته بلنه ورکړل شوې چې په افغانستان کې پانګونه وکړي، د برېښنا شبکې جوړې کړي، تخنیکي روزنه ورکړي او د انرژۍ اړوند سکتورونه پیاوړي کړي.
په کابل کې د برېښنا د پرې کېدو کموالی د برېښنا د نشتوالي د ستونزو د کمولو لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي او د ښاریانو ورځنۍ ستونزې یې تر یوې اندازې کمې کړې دي.
تمه ده چې د پروژو په پلي کولو او دوامداره هڅو سره به د هېواد په ټولو سیمو کې د برېښنا وضعیت لا ښه شي.
پای




