په افغانستان کې د نښتو قرباني ملکي وګړي؛ د نړیوالو قوانینو سرغړونه او غوښتنه د څېړنو او محاکمو
سلمااحمدزی- د بشردوستانه ادارو او نړیوالو نهادونو په وینا، په افغانستان کې د وسله والو نښتو پر مهال تل ملکي وګړي قرباني کېږي، کورونه او زیربناوې ویجاړېږي، ژوند ګډوډ کېږي، ویره زیاتیږي او په رواني هوساینې باندې دروند زیان اوړي، په ځانګړې توګه د ماشومانو لپاره. دوی ټینګار کوي چې ملکي وګړي باید هیڅکله د شخړو قیمت ادا نه کړي او باید تل د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې خوندي وساتل شي.

د سیاسي چارو مبصر محمد زلمي افغانیار پوپل، ویژه روز ته وویل: «د نړیوالو مرستندویه ادارو ویلي چې ملکي وګړي باید د نښتو اغېزمن نه شي.
دا کار د نړیوالو قوانینو او کنوانسیونونو خلاف دی.
هرکله چې د افغانستان حریم نقض کېږي، د بریدونو له لارې ملکي کسان، ښځې او ماشومان زیانمن او شهیدان کېږي.
هیله لرم چې د جګړې جنايتونو د څېړنې نړیوال نهادونه هغه کسان چې د دې بریدونو امر ورکوي، محکمې ته وغوښتل شي، ترڅو د نړیوالو قوانینو له مخې څېړنه او مجازات شي.»
د سیاسي چارو بل مبصر روح الله هوتک، ویژه روز ته وویل: «نړیوال بشردوستانه قانون، په ځانګړې توګه د جنیوا کنوانسیونونو او نورو پروتوکولونو له مخې، د جګړې ټول ښکیل خواوې دولتي او غیر دولتي مکلف دي چې له ملکيانو بشپړ پام وکړي.
ملکي کسان یا ملکي موخي باید مستقیم هدف ونه ګرځول شي، له ملکيانو سره باید انساني چلند وشي، او غیر انساني کړنې په جدي توګه منع دي.
د دغو قوانینو څخه سرغړونه د جګړې جنايت او د قانون نقض بلل کېږي، او مجرمان باید محاکمه شي.»
نوموړي زیاته کړه: «ښکیلې خواوې باید خپل ځواکونه داسې وروزي چې ټول نړیوال قانونونه ورته وښيي او د حساب ورکونې لپاره چمتو وي.
د نه سزا ورکولو په صورت کې تاوتریخوالی زیاتیږي.
نړیواله ټولنه باید د قانون له نقض سره جدي چلند وکړي، ملکيان باید د جګړې بیه پرې نه کړي، د پاکستان وروستي بریدونه په افغانستان کې د بشردوستانه قانون له مخې د جګړې ښکیلو خواوو مسؤلیتونه روښانه کوي، او باید په واضح ډول د ۱۹۴۹ کال د جنیوا کنوانسیونونه چې په ۱۹۷۹ کې لاسلیک شوي، پلي شي.»
د نظامي چارو مبصر صادق شینواري، ویژه روز ته وویل: «هیڅ ملکي وګړی باید د جګړو او نښتو بیه ورنه کړي.
د ملکي وګړو ژوند، عزت او امنیت باید د هر حالت او هرې خوا لپاره لومړیتوب ولري.
په اوسنیو نښتو کې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره ځینې اړین اقدامات ترسره شوي، خو لا هم دا اقدامات بسنه نه کوي، ځکه لا هم بې ګناه خلک زیانمن کېږي.
د ښکیلو خواوو مسؤلیت دی چې د ملکي وګړو ساتنه وکړي او د جګړو اغیز پر هغوی کم کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان تل په افغانستان کې بې ګناه او ملکي کسان په نښه کوي، کورونه، روغتونونه، ښوونځي او عام ځایونه بمبارد کوي، چې دا د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده او باید ورسره قانوني چلند وشي.
پای




