هند وايي، له افغانستان سره یې اړیکې په تېر یو کال کې لا پیاوړي شوي دي
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال ویلي، چې د هند او افغانستان اړیکې تاریخي دي او په ځانګړې توګه د تېر یوه کال پر مهال د دواړو لورو ترمنځ تعاملات د پام وړ زیات شوي دي.

نوموړي په یوه خبري ناسته کې وویل، چې په دې موده کې د افغانستان اسلامي امارت یو شمېر چارواکو هند ته سفرونه کړي او نوي ډیلي هم له کابل سره خپلو تعاملاتو ته دوام ورکړی دی.
هغه زیاته کړه، چې هند د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر میاشت کې په کابل کې د خپل تخنیکي استازولۍ کچه سفارت ته لوړه کړه او د دغه استازولۍ مشر یې د شارژدافیر په توګه وټاکه.
کارپوهان په دې باور دي، چې هند غواړي له افغانستان سره د پاکستان اړیکې ورغوي.
ډاکټر محمد اجمل زرمتی، د نړیوالو اړیکو متخصص او پوهنتون استاد، په دې اړه وايي: «له هند سره افغانستان تاریخي ډیپلوماټیک او اقتصادي اړیکې لري. د هند بهرنۍ تګلاره پر عدم مداخله ولاړه ده او هغوی ټینګار کوي، چې له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې ولري او د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي.
زموږ ګاونډي هېوادونه داسې تګلاره نه لري.
هند کوښښ کوي، چې اړیکې نورې هم پیاوړې کړي. دا اړیکې د دواړو هېوادونو په ګټه دي او د دوو هېوادونو د خلکو ترمنځ اړیکې ډېرې مهمې دي.»
نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان د جیوپولیتیکي او جیواستراتیژیکي موقعیت له امله هند غواړي له افغانستان سره اړیکې ولري، په ځانګړې توګه په اوسنیو شرایطو کې چې د افغانستان اړیکې له پاکستان سره خرابې شوې دي.
هند غواړي چې یادې اړیکې ورغوي او پراخې کړي، ځکه هند یو پیاوړی هېواد دی او له نظامي، اقتصادي او د مسلمانانو د شتون له پلوه ځانګړی حیثیت لري. نو ځکه اړیکې باید پیاوړې شي.
بلخوا، د سیاسي چارو شنونکی ډاکټر ګل محمد دین وايي: «هند او افغانستان سره پراخې اړیکې لري.
هندوستان د افغانستان د اړیکو په ښه والي کې غواړي، چې خپل رقیب پاکستان ته وښيي چې افغانستان موږ یوازې نه پرېږدو، او که پاکستان له افغانستان سره ستونزې رامنځته کړي، نو موږ له افغانستان سره همکاري کوو.
په همدې لامل هند غواړي چې له افغانستان سره هر اړخیزې اړیکې پیاوړې کړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې د هند او افغانستان ترمنځ سیاسي، اقتصادي او نورې اړیکې لا پراخې شوې دي او هند غواړي، چې په بېلابېلو برخو کې اړیکې لا پیاوړې کړي.
پای




