سازمان مهاجرت: راستنېدونکي د ژمي په رانږدې کېدو سره له سختو بشري او اقتصادي ستونزو سره مخ دي
د سلمااحمدزی- ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) خبرداری ورکړی چې افغانستان ته میلیونونه راستنېدونکي د ژمي د موسم په رانږدې کېدو سره له سختو بشري او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۴.۲ میلیونه کسان په ۲۰۲۶ کال کې سرپناه او مرستو ته اړتیا لري. ډېری راستنېدونکي تودو جامو ته هم اړتیا لري.
د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې له ایران او پاکستان څخه تر ۱.۳ میلیونو زیات افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
شنونکي وايي، نړیواله ټولنه باید ژر تر ژره افغانستان ته بشري مرستې واستوي، څو له بشري ناورین څخه مخنیوی وشي.
د نړیوالو اړیکو کارپوه دکتور محمد اجمل زرمتي وویل: «ملګرو ملتونو ویلي چې ۲۲ میلیونه افغانان بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.
ژمي په رارسېدو سره د دې اړتیاوې ډېریږي.
اسلامي امارت باید له ملګرو ملتونو او داخلي موسسو سره همغږي وکړي او ستونزې ورسره شریکې کړي.
نړیوالې مرستې باید د نړیوالو اصولو پر بنسټ، چې دوی ورته ژمن دي، ترسره شي.
حکومت هم باید له نړیوالو سازمانونو سره تعامل او اړیکې ونیسي، څو مخکې له مخکې تدابیر ونیول شي.»
د اقتصادي چارو شنونکی محمد عیسی مبارز وویل: «افغانستان د بیړنیو حالاتو لپاره بودیجه نه لري او بشري مرستې باید جذب شي.
د ژمي په رارسېدو سره راکړه ورکړه ټیټیږي، ځکه ډېری خلک په بزګرۍ بوخت دي.
څومره چې بشري مرستې وشي، انکشاف هم ډېریږي او دا به هم توانیدلی شي چې راتلونکو کلونو بشري مرستو ته اړتیا نشي.
اوسني شرایطو کې افغانستان ته بیړنۍ مرستې باید وشي، سرپناه جوړ شي او ورځني مصارف دوی ته ورکړل شي.
یوازې راستنېدونکي نه، بلکې نور خلک هم بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.»
د اقتصادي چارو بل شنونکی امیدالله قاسم زی وویل: «راستنېدونکو سره باید په دغو سختو شرایطو کې بېلابېلو برخو کې مرسته وشي.
د بشري سازمانونو ترڅنګ خصوصي سکتور او امارتي ادارې هم په یاده برخه کې مسوولیت لري چې راستنېدونکو سره مرسته ترسره شي.
دوی ته د اوسېدو ځای، کاري زمینې برابرول، عاجلې مرستې رسول او مالي مرسته هم باید وشي، څو دوی دې خپل ژوند اړتیاوې پوره کړي.»
غوښتل مو د اقتصاد وزارت نظر هم په دې اړه ولرو، خو له پرله پسې اړیکو سره سره بریالي نشو.
په همدې حال کې، د ژمي په رانږدې کېدو سره د راستنېدونکو کورنیو د اړتیاوو پوره کول یوه بېړنۍ اړتیا بلل کېږي.
د مرستندویه بنسټونو په وینا، که له دغو کورنیو سره پر وخت بشري مرستې ونه شي، ښايي زرګونه راستنېدونکې کورنۍ د ژمي له سختو شرایطو سره د مقابلې پر مهال له لا زیاتو ستونزو سره مخ شي.
پای




