د کابل خصوصی روغتونونو د اعتبار ورکولو او درجه بندي پروسی پايلو اعلان غونډه
سلما احمد زی- نن چهارشنبه د اکټوبر میاشتی ٢٠ نیټه عامی روغتیا وزارت لخوا د کابل خصوصی روغتونونو د اعتبار ورکولو او درجه بندي پروسی پايلو اعلان غونډه ترسره شوه.په یاده غونډه کی رئیسانو،خصوصی روغتونونو استازی او د رياست الوزرا مرستیال هم ګډون کړی وو.

د عامی روغتیا وزیر نور جلال جلالي وویلی: «په خصوصی سکتور د عامی روغتیا یو مټ ده او موږ پری باور لرو.اړ د روغتونونو د بیاوړتیا او ضعف په نښه شوی دی.
چی د دې پروسې په وسيله به د روغتيايي خدمتونو ښه کيفيت، د قيمتونو کنټرول او د سالمې سيالۍ لپاره لار پرانيستل شي.
نوموړی زیاته کړه چی په خصوصی سکتور کی اصطلاحات راوستل د اساسي لومړیتوبونو څخه دی، او د خدماتو کیفیت او نرخونه کنټرولول دی.»
بلخوا د ریاست الوزرا اداری مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل: «دد دې درجه بندۍ موخه د خصوصي روغتونونو ترمنځ د سالمې سیالۍ رامنځته کول، د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړول، د ناروغانو د پاملرنې بهیر ښه کول او د هېوادوالو لپاره د معیاري او غوره.
روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو زمینه برابرول دي.
نومړوی زیاته کړه چی روغتونونه یی په دری کټګوري ویشلی دی A,B,C.چی د کیفیت خدماتو او هر اړخه ارزول شوی دی.»
د عامې ورغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، مولوي عبدالولي حقاني وویل: «دا يوازې د پایلو اعلانولو غونډه نه، بلکې په خصوصي روغتونونو کې د اصلاحاتو راوستل او د روغتيايي خدمتونو د کيفيت لوړولو لپاره يو اغېزمن اقدام دی.»
نوموړی زیاته کړه د هر روغتون درجه د اوسني وضعيت څرګندونه کوي او هغه روغتونونه چې لوړې درجې ترلاسه کړي، بايد خپل معيارونه وساتي او پاتې نور بايد هم د معيارونو د پوره کولو لپاره هڅې وکړي.
پایان




