د پاکستان هوايي بریدونو په کنړ، خوست او پکتیکا ولایتونو کې؛ ۱۱ ماشومان او یوه ښځه شهیدان شوي
ذبيح الله مجاهد، د افغانستان د اسلامي امارت ویاند تایید کړې ده چې تېره شپه پاکستاني یرغلګرو پوځیانو د هېواد هوايي حریم نقض کړی او په دریو ولایتونو کې یې پر استوګنیزو سیمو هوايي بریدونه کړي دي.

د ويژه روز راپور له مخې، ښاغلي مجاهد ویلي چې په دې تېري کوونکو بریدونو کې په کنړ، خوست او پکتیکا ولایتونو کې کورنۍ کورونه بمبار شوي دي.
د اسلامي امارت د ویاند د اعلامیې له مخې، د دې بریدونو په پایله کې ۱۱ ماشومان، یوه ښځه او یو بوډا سړی شهدا شوي او ۱۴ نور کسان چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، ټپیان شوي دي.
ښاغلي مجاهد دغه تیری په شدیدو ټکو وغانده او بشري جرم یې وباله او ټینګار یې وکړ: «موږ دا بشري جرم او تیری تر ټولو شدیدو الفاظو غندو.»
د یادونې وړ ده چې د نورو راپورونو له مخې، دا بریدونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولو په اوږدو کې د یوې مودې نسبي آرامۍ وروسته شوي دي.
خبري سرچینو راپور ورکړی چې په خوست ولایت کې د سپیرې ولسوالۍ پر یوه کور برید شوی چې سخت تلفات یې اړولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې هم ملګرو ملتونو راپور ورکړی وو چې د روان کال په لومړیو میاشتو کې د دواړو خواوو ترمنځ د پولې په شخړو کې سلګونه ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.
پای




