د عامې روغتیا وزارت له لوري د رواني روغتیا په اړه د عامه پوهاوي غونډه
سلمااحمدزی- نن دوشنبه د اکټوبر ١٩ نیټه د عامې روغتیا وزارت له لوري د رواني روغتیا په اړه د عامه پوهاوي غونډه په یاده غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د مقام د دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم، مرکزي رئیسانو، د روغتیا نړیوال سازمان، تطبیق کوونکو مؤسسو او رسنیو استازو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقانی وویل: « د رواني روغتیا د خوندیتوب لپاره هڅې زیاتې شوې او په دې برخه کې د پام وړ پرمختګونه هم شوي دي.»
نوموړي زیاته کړه، چې د رواني روغتیا خدمتونه پراخ شوي او په یو شمېر ولایتونو کې يې اړوند مرکزونه جوړ شوي دي.»
بلخوا د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس ښاغلي شیخ محمد طاهر حلیم د اسلام له نظره د رواني روغتیا د ارزښت په اړه هر اړخیزه وینا ترسره او د دې موضوع پر اهمیت یې ټینګار وکړ او له تطبیق کوونکو مؤسسو څخه یې وغوښتل، چې د رواني روغتیا د خدمتونو ښه والي او پراختیا په برخه کې لا زیاته پاملرنه او همکاري وکړي.
ورته وخت کی د عامې روغتیا وزارت د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لوی رئیس، ډاکټر احمد سیر پاڅون وویل:« رواني روغتیا د انسانانو پر ژوند او فعالیتونو مستقیم اغېز لري او عامه پوهاوی د رواني روغتیا په ساتنه کې مهم رول لري.»
همداراز، د عامې روغتیا وزارت د رواني روغتیا آمر ډاکټر وحیدالله افغان، رواني روغتیا د عمومي روغتیا مهمه برخه وبلله او ټینګار یې وکړ، چې د رواني روغتیا ساتنه د ټولو وګړو او بنسټونو ګډ مسؤلیت دی.
بل لور، د روغتیا نړیوال سازمان او د رواني روغتیا او رواني ـ ټولنیز ملاتړ کاري ډلې (MHPSS WG) استازو د رواني روغتیا په برخه کې د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل: « د عامې روغتیا وزارت په همکارۍ تر یو میلیون زیاتو کسانو ته د رواني روغتیا خدمتونه وړاندې شوي او ګڼ شمېر روغتیايي کارکوونکو ته په دې برخه کې روزنه ورکړل شوې ده.
دا به داسی حال کی ده چی په دی ورستیو کی روانی ناروغی افغانستان کی دیری شوی په خاصه توګه ښځينه له یادی ناروغی ډیری زیانمنی شوی دی.
پای




