د زدهکړې مرکزونو او پوهنتونونو ستاینه؛ ځوانان د هېواد راتلونکی دی
سلمااحمدزی- د دوشنبه د سپټمبر ٢٨ نیټه په د اطلاعات او فرهنګ تالار کی د زده کړی مرکزونو او پوهنتونو رئیسانو ته ستاينليک ورکړل شو.

په یاده غونډه کی هغه مرکزونو او پوهنتونونو ته چی ډیری محصلین او زدکړیالان پکی په وړیا توګه درس وایی.
د ځوانانو چارو رئیس مولوی سید داود آغا هاشمی وویل:«د خوانانو د علمي اخلاقي سویی لوړولو لپاره باید کار وشی.
او د زده کړو د مراکزو په تاسیس کولو سره په ټولنه کی پوهه زیات او د جهل او ناپوهي څخه ووځي. او خپل هیواد ته خدمت وکړی.»
نوموړي له تولو مراکزو او پوهنتونو څخه مننه وکړه او وویلی چی یاد لړی باید نور هم پر مخ لاړ شی.
د خصوصی پوهنتونو د اجرایی رئیس ولی الرحمن عزیزی وویل: «به افغانستان کی له ١٠٠ څخه ډیر خصوصی پوهنتونونه شتون لری.او ١٠٠٠٠٠ محصلین په زده کړو بوخت دی.١٦٠٠٠علمی او اکادمیک کدر شتون لری.
او کوښښ لری چی علمي سیستم پورته کړی. نوموړی وویلی چی د طده کړی سطحي لوړولو لپاره به دوی سیمینارونه هم ونیسی.
په ورته وخت کی د اطلاعات او فرهنګ د ګرځندوی مالی او اداری معین مولوي قدرت الله جمال وویلی: «چی خدمت باید د ولس په کچه وی نه دا چی په شخصي توکه ترسره شی.
او تحصیل کړی ځوانان وولی شی چی یو لوی بدلون په ټولنه کی راولی.او دوی باید په سمه توګه تربیه شی ځکه د هیواد راتلونکی دی.»
دا په داسی حال کی ده جی په افغانستان کی په خصوصی او دولتي پوهنتونو کی زرګونه خوانان درس وایی،او ډیری پوهنتونو هغه خوانانو ته تخفیف ورکړی چی له اقتصادي پلوه ډیر کمزوری دی.
پای




