د ایران او امریکا د جګړې د پای ته رسولو لپاره د پاکستان هڅې؛ د عباس عراقچي بیاځلی سفر او د اسلام آباد محدود رول
سلمااحمدزی- د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، چې له امریکا سره د کړکېچ کمولو لپاره اسلام آباد ته تللی وو، له هغه سفر وروسته عمان ته لاړ او بیا پاکستان پلازمینې ته راستون شو.

هغه د مسقط د سفر په جریان کې د هرمز تنګي او خلیج اوبو کې د امنیت په اړه خبرې وکړې. په ورته وخت کې د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ کمولو لپاره ډیپلوماتیکې هڅې شوې.
د عمان د سلطان هیثم بن طارق السید سره په یوه غونډه کې، لوړپوړي ایرانی چارواکي په منځني ختیځ کې د امریکا پوځي شتون د ناامنۍ او ویش د زیاتوالي لامل وبلل او د سیمه ییز امنیتي چوکاټ غوښتنه یې وکړه چې له بهرنۍ لاسوهنې څخه پاک وي.
سیاسي مبصرین وايي چې ایران په پاکستان بشپړ باور نلري او په دغو مذاکراتو کې پاکستان شاید کوچنی او غیر مستقیم رول ولري.
صفی الله عزیزي، د سیاسي چارو مبصر، وویل: «د دې احتمال ډېر کم دی چې پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ قوي او اصلي منځګړی وبلل شي.
ایران په پاکستان بشپړ باور نلري، ځکه چې د دواړو ترمنځ کله ناکله امنیتي او سرحدي ستونزې شتون لري. امریکا هم پاکستان د یو بې طرفه منځګړي په سترګه نه ګوري.»
نوموړي زیاته کړه: «پاکستان د سیمې مهم هېواد دی، خو د امریکا او ایران په کچه د لویو ستراتیژیکو خبرو اترو کې عموماً هغه هېوادونه ونډه اخلي چې د دواړو لورو لپاره قوي باور ولري، لکه عمان یا قطر. پاکستان ممکن یوازې اسانتیاوې برابرې کړي، لکه پیغام رسول یا د اړیکو نرمول.
خو ښکاره او رسمي منځګړیتوب یې کم امکان لري. پاکستان ډېر وخت د نورو لویو قدرتونو لکه چین سره همغږي حرکت کوي، نو خپلواک منځګړی رول یې محدود دی.»
روح الله هوتک، د سیاسي چارو مبصر، وویل: «د لومړي مستقیم خبرو اترو په اسلام آباد کې ناکامي وشوه. دویمه ناسته هم لا تر اوسه په مستقیمه توګه نه ده ترسره شوې.
ایران وايي چې د مستقیم لیدو لپاره وړاندوینه نه کوي، خو پاکستان ته به خپل دریځ وړاندې کړي ترڅو امریکایانو سره یې شریک کړي.»
هوتک د ایران غوښتنې داسې بیان کړې:
· د هرمز تنګي او ایرانی بندرونو د محاصرې فوري ختمول
· اقتصادي تحریمونه لیرې کول
· د یورانیم د بډاینې حق ساتل
· د رژیم پر ضد د فشارونو بندول
په مقابل کې یې د امریکا غوښتنې وړاندې کړې:
· د ایران ټول بډای شوی یورانیم له هېواده ایستل
· د اټومي پروګرام صفر ته ټیټول
· بالیستیک توغندیو محدودول
· په سیمه کې د هغو وسله والو ملاتړ درول چې ایران یې ملاتړ کوي.
هوتک زیاته کړه: «که مذاکرات ترسره نشي یا بیا هم ناکامه شي، پایلې به یې سختې وي. د هرمز تنګي تړل یا محدود پاتې کېدل به د نړیوالو تیلو بیو ژور اغېز ولري.
امریکا ممکن د ایران پر بنسټیزو زیربناوو لکه برېښنا کوټونو، بندرونو او پلونو بریدونه وکړي.
دواړه لوري پوهېږي چې اوږده جګړه دواړه خواوې نشي زغملای، ځکه لوړ لګښت لري. نو غیر مستقیم خبرې به دوام ولري تر څو یوې پایلې ته ورسیږي.»
اجمل زرمتي، د سیاسي او نړیوالو اړیکو مبصر، وویل: «دویم پړاو مذاکرات بیاځلي لیدل کېږي چې ترسره شي، خو مخکې له هغه ټرامپ ځینې سرګندوني وکړې چې د ډیپلوماسۍ لاره یې له خنډ سره مخ کړه.
اصلي خبره دا ده چې دوه اړخیز باور شتون نلري او په پاکستان هم باور نشته. پاکستان یوازې اسانتیاوې برابرونکی دی. ایرانیان په دې ډېر ښه پوهېږي چې عاصم منیر هغه څه کوي چې ټرامپ ورته وايي؛ هغه یوازې پیغام رسوونکی دی.»
نوموړي زیاته کړه: «عراقچي چې کوم سفر اسلامآباد ته وکړ، د دې لپاره وو چې د ایران پیغام پاکستانیانو ته او پاکستانیان امریکایانو ته ورسوي.
ایران پر دې ډېر ټینګار کوي چې دوی ته ډاډ ورکړل شي. دا هڅې د دې لپاره دي چې دویم ځل مذاکرات په لوړه کچه پیل شي او پر مهمو مسایلو بحث وشي.
ایران ټینګار کوي چې دا باید یوازې موقتي اوربند نه، بلکې دایمي اوربند وي. ایران غواړي ۲۸ میلیارده ډالر یې خلاص شي. په ټوله کې باید پر مهمو مسایلو بحث او زمینه یې برابره شي.»
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او ایران ترمنځ مذاکرات کومې پایلې ته نه دي رسېدلي او مذاکرات له نامعلومو پایلو سره مخ دي.
پای




