د اوبو د ګرمولو لپاره د پلاستیک سوزول او پر روغتیا او چاپېریال یې اغېزې
سلمااحمدزی- د اقتصادي ستونزو او د کثافاتو د مدیریت لپاره د مناسبو امکاناتو د نشتوالي له امله د پلاستیکي کثافاتو سوځول زیات شوي، چې له امله یې د دې کار د روغتیايي او چاپېریالي اغېزو په اړه اندېښنې هم ډېرې شوې دي.

کارپوهان وايي، د دې وضعیت دوام کولی شي د خلکو پر روغتیا او چاپېریال درانه زیانونه واړوي.
کابل ښاراوسېدونکې،معصومه وايي: «زموږ څو ګاونډیان د اوبو د ګرمولو او یا هم په تنور کې د ډوډۍ پخولو لپاره له پلاستیک،ټیر او نورو لوګي تولیدونکو موادو څخه کار اخلي.
کله چې اور بل کړي، ټوله سیمه له لوګي ډکه شي. دغه لوګي د ماشومانو او لویانو د ناروغېدو لامل کېږي.»
نوموړې وايي، د دغو ټولو ستونزو یو لامل د زیان رسوونکو او بېکیفیته توکو د سوځولو له خطرونو څخه د کورنیو نه پوهاوی دی او حکومت باید د خلکو د عامه پوهاوي په برخه کې لا ډېر کار وکړي.
د کابل ښار یو بل اوسېدونکی صمیم، ویژه روز ته وویل: «د دې لامل چې خلک د پلاستیک او ټیر په څېر توکي سوځوي، په هېواد کې د برېښنا، ګاز او لرګیو لوړه بیه ده.
خلک مالي توان نه لري چې له برېښنا، ګاز او لرګیو څخه استفاده وکړي.»
هغه زیاتوي: «خلک اړ دي چې د اوبو د ګرمولو، د خوړو او ډوډۍ د پخولو لپاره له پلاستیک او نورو توکو څخه کار واخلي.
که خلک هر څومره هم د دې کار له خطرونو خبر وي، خو د فقر او بېوزلۍ له امله بیا هم اړ کېږي چې دا کار وکړي.»
ډاکټر شفیع الرحمن حیدري، وايي: «د پلاستیک سوځول د انسان د روغتیا او سلامتیا لپاره له ډېرو زیانمنو او خطرناکو پدیدو څخه دي.
د پلاستیک سوځول په هر ځای او هره فضا کې خطرونه او زیانونه لري، په ځانګړي ډول هغه مهال چې په ازاده فضا، کور یا د خلکو په نږدې سیمو کې وسوځول شي.»
هغه وايي، د پلاستیک د سوځېدو پر مهال لوګي او زهري مواد تولیدېږي او د انسان د بدن پر بېلابېلو غړو ناوړه اغېزې کولی شي.
د نوموړي په وینا، د پلاستیک سوځول د سږو د تحرک، ټوخي، خسخس، ساه لنډۍ او حساسیتونو لامل کېدای شي.
همدارنګه د سترګو، پزې او ستوني سوځېدل او سر درد هم رامنځته کولی شي. ځینې هغه مواد چې د پلاستیک د سوځېدو له امله تولیدېږي، د سر درد، سرګرځېدو او عصبي اختلالاتو لامل کېدای شي.
هغه زیاتوي: «په لوګي کې موجودې وړې ذرې کولی شي د زړه او رګونو د ناروغیو خطر زیات کړي.
د پلاستیک د ډول او د سوځېدو د شرایطو له مخې، ځینې اروماتیک مرکبات او ډایوکسینونه هم تولیدېدای شي چې د سرطان له رامنځته کېدو سره تړاو لري.
له دغو موادو سره اوږدمهاله تماس د سرطان د خطر د زیاتېدو لامل کېدای شي.»
د چاپېریال او اقلیمي بدلونونو کارپوه سید محمد ظاهر ماهر وايي: «په بنسټیز ډول د چاپېریال هر یو ککړوونکی په خپل وار خطرناک دی، په ځانګړي ډول پلاستیک چې ډېری خلک یې په ژمي کې د کورونو د ګرمولو، د اوبو د ګرمولو او په کورونو کې د ډوډۍ د پخولو لپاره کاروي.»
هغه زیاتوي: «ځینې خلک بوټان، غالۍ، د موټرو ټایرونه نور زیان رسوونکي توکي، په ځانګړي ډول پلاستیک، سوځوي. پلاستیک په خاوره کې نه تجزیه کېږي او د ډېرو کلونو لپاره په ځمکه کې پاتې کېږي.
کله چې دغه مواد په هوا کې خپاره شي، د هغوی معلقې ذرې ډېرې خطرناکې او د انسان لپاره زیانمنې دي.»
نوموړی وايي: «د انسانانو د روغتیا او سلامتیا بنسټ سالم چاپېریال دی.
هر کله چې هوا یا خاوره د خطرناکو او زیان رسوونکو کثافاتو له امله ککړه شي، کولی شي د ډېرو خطرناکو ناروغیو لامل شي؛ لکه تنفسي ناروغۍ، د سږو سرطان، د زړه ستونزې او د پوستکي ناروغۍ.»
دا په داسی حال کی ده چې د اقتصادي ستونزو او د زیان رسوونکو موادو د سوځولو له خطرونو څخه د خلکو د نه پوهاوي له امله، ځینې کورنۍ د اوبو د ګرمولو یا پخلي لپاره د پلاستیکي موادو سوځولو ته مخه کوي.
د پلاستیک سوځول لوګي او ککړوونکي مواد تولیدوي چې کولی شي د هوا پر کیفیت او د خلکو پر روغتیا ناوړه اغېزه وکړي.
کارپوهان د کثافاتو پر سم مدیریت او په ازاده فضا کې د پلاستیک د سوځولو د مخنیوي ټینګار کوي.




