امریکا له لوري ایران ته ګواښ؛ تهران: د خلیج تر اوبو لاندې مخابراتي کېبلونه په نښه کوو
سلما احمدزی- ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې امریکا له لوري به یو ځل بیا پر ایران بریدونه ترسره شي، څو ایران ونه شي کولی چې هستوي سلاح ته لاسرسی ومومي.

ایرانی چارواکو ویلي چې که د واشنګټن او تهران ترمنځ خبرې ناکامې شي او امریکا پر ایران برید ترسره کړي، دغه هېواد به په خلیج کې تر اوبو لاندې مخابراتي کېبلونه په نښه کړي.
ایرانی چارواکو بیا ویلي چې ایران به د زیانمنو شوو کېبلونو د بیارغونې مخه هم ونیسي، څو د انټرنېټي او مخابراتي خدمتونو ګډوډي د اوږدې مودې لپاره دوام وکړي.
بلخوا د ایران د ملي امنیت رییس ګواښ کړی چې هر ډول برید پر ایران به له سختو ځوابي بریدونو سره مخ شي. نوموړي زیاته کړې چې د ایران نظامي او امنیتي ځواکونه د ایران د دفاع لپاره تیار دي.
بلخوا سیاسي شنونکي وایي چې دواړه لوري یو بل ته د ځواک ښودنه کوي.
د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وایي: «یاد جنګ نیمې پېړۍ مخکې د ایران او د خلیج فارس له منځه وړلو لپاره پلان شوی دی.
وروسته له ټاکنو امریکا به پر ایران دروند بریدونه ترسره کړي، څو د ایران طبیعي منابع ترلاسه کړي او ایران په څو برخو ووېشي.»
د سیاسي چارو شنونکی امانالله هوتک وایي: «دواړه لوري د بریدونو لپاره تیاری نیسي؛ که امریکا له لوري برید ترسره شي، ایران به هم ورته ځوابي بریدونه ترسره کړي.
د دواړو خواوو خبرې ناکامې شوې دي او پرته له جنګ حل لاره نشته. یاد جنګونه د سیمې او نړۍ په اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو برخو کې ستونزه رامینځته کړې ده.
څو چې دریم هېواد د دوی ترمنځ سوله ونه کړي، جګړه به دوام ولري. د روسیې یا ملګرو ملتونو په مداخلې سره کېدای شي جګړه پای ته ورسېږي.»
د سیاسي چارو شنونکی جبار اکبري بیا وایي: «داسې نښې ښکاري چې امریکا به پر ایران برید ترسره کړي، ځکه ډونالډ ټرمپ د بېثباته ولسمشر په توګه پېژندل شوی دی.
که امریکا برید وکړي، ایران به هم ورته ځواب ولري؛ خو په ټوله کې دواړه لوري یو بل ته د ځواک ښودنه کوي، چې په دې کې سیمه او نړۍ هېوادونه زیانمنېږي.
بابالمندب او هرمز تنګي، چې دواړه لوی اقتصادي لارې دي، محاصره شوي دي.
ټرمپ ګواښ کوي چې دې سره شاید وتوانېږي ایران مذاکرې ته کېنوي.
هیله لرو چې دا ځل نړۍ له اقتصادي محاصرې څخه خلاصه شي او دواړه لوري میز ته کېني او یوې پایلې ته ورسېږي.»
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا له لوري پر ایران بریدونه ترسره شوي دي، خو په ورته وخت کې ایران د امریکا اډه په نښه کړې او ځوابي بریدونه یې ترسره کړي دي.
چې پایله به یې څه وي او آیا دا جګړه به پای ته ورسېږي او که نه، وروسته د امریکا له ټاکنو به معلومه شي.
پای




