د نقیب الله صراف د وژنې په تړاو څلور کسان ونیول شول
ویژه روز- د تخار ولایت امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت او د تخار ولایت د استخباراتو ریاست په همکارۍ او همغږۍ، د هد فمندو کشفي اقداماتو په پایله کې، د نقیب الله صراف د وژنې د قضیې په تړاو څلور کسان و نیول سول.

نقیبالله صراف شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د تالقان ښار اړوند د «بهترین عالم» جومات مخې ته د موټرسایکل سپرو وسله والو له لوري د تومانچې په ډزو وژل شوی و.
له پېښې وروسته، د تخار ولایت امنیه قوماندانۍ کشفي او امنیتي ځواکونو د قضیې د عاملینو د پېژندلو او نیولو په موخه هر اړخیزې څېړنې او پلټنې پیل کړې، چې د پرله پسې کشفي هڅو په پایله کې د قضیې اړوند څلور کسان شناسایي او ونیول شول.
قاري نقیب «مسرور» د تخار ولایت امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو آمر ویژه روز ته و ویل؛ لومړنیو تحقیقاتو پر مهال، نیول شویو کسانو په قضیه کې د لاس لرلو اعتراف کړی او څرګنده کړې یې ده چې نقیب الله صراف یې د څلور زره امریکایي ډالرو په بدل کې وژلی دی.
هغوی همداراز د خپل ترسره کړي عمل په اړه د پښېمانۍ څرګندونه کړې ده.
شاغلی مسرور زیاتوی، د نیول شویو کسانو اعترافات او څرګندونې د قضیې د لومړنیو تحقیقاتو برخه ده؛ د هغوی د مسؤولیت او مجازاتو په اړه وروستۍ پرېکړه به د نافذه اصولو او احکامو له مخې د عدلي او قضایي مراجعو له لوري ترسره کېږي.
د صرافانو اتحادیې رئیس، د مقتول کورنۍ او د تخار ولایت یو شمېر اوسېدونکو د امنیتي ځواکونو له لوري د قضیې د اړوندو کسانو د پېژندلو او نیولو له اقدام څخه خوښي څرګنده کړې او له سیمه ییزې ادارې یې غوښتي چې قضیې ته عادلانه رسېدنه وکړي او د عاملینو په اړه د قانون او شریعت مطابق لازم اجراآت ترسره شي.
د تخار ولایت امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسؤولین خلکو ته ډاډ ورکوي چې امنیتي ځواکونه د جنايي جرمونو د مخنیوي، د مجرمینو د پېژندلو او نیولو او د خلکو د امنیتي ستونزو او شکایتونو د څېړنې په برخه کې خپلو مسؤولیتونو ته په جدي توګه دوام ورکوي.
د تخار ولایت امنیه قوماندانۍ ټینګار کوي چې هېڅ جنايي قضیه به له پامه ونه غورځول شي او د جرمونو په صورت کې به قضیې د کشفي، امنیتي او عدلي اصولو له مخې په جدي توګه تعقیب او وڅېړل شي.
پای



