د مور رول د ماشوم په سالمه تربیه او سواد کی
سلمااحمدزی- سواد داره مور د خپل ماشوم لومړنۍ ښوونکې ده؛ هغه څوک ده چې د ماشوم د فکري، اخلاقي او ټولنیز بنسټ په جوړولو کې مهم رول لري. کارپوهان په دی باور دی چې د مور پوهه او پوهاوی کولای شي د ماشوم د ودې لپاره سالم چاپېریال برابر کړي او د هغه د راتلونکي لاره روښانه کړي.

فرحناز، یوه له هغه میندو څخه ده، وايي: «باسواده مور د خپلو اولادونو په وده کې مهم رول لري.
زه نه یوازې د خپلو اولادونو د کورنیو دندو په ترسره کولو کې ورسره مرسته کوم، بلکې د هغوی درسونه او فعالیتونه له نږدې څارم.
ما په کور کې مناسب ښوونیز چاپېریال برابر کړی او په منظم ډول د هغوی له ښوونکو سره اړیکه لرم، څو د هغوی له درسي او رفتاری وضعیت څخه خبره واوسم.»
مینا، یوه بله مور ده وایی : «ما خپله ښوونځی نه دی لوستی او اووه اولادونه لرم.
ځکه چې زه بې سواده یم، نه شم کولای د خپلو اولادونو په درسونو کې ورسره مرسته وکړم؛ خو هڅه کوم هغوی ښوونځي او کورس ته ولېږم، څو زما په څېر بې سواده پاتې نه شي.
که څه هم زه د بې سوادۍ له امله له ستونزو سره مخ یم، خو د خپلو اولادونو سالمې روزنې ته جدي پاملرنه کوم.»
ښوونکی فریحه، وايي: «باسواده مور د ماشوم د اړتیاوو په اړه د ښې پوهې له امله د روزنې اغېزمنې لارې کاروي او د ماشوم د فکري، ژبنیو او ټولنیزو مهارتونو په روزنه کې ډېر بریالیتوب ترلاسه کوي.
خو، بې سواده مور ښايي له ځینو محدودیتونو سره مخ وي؛ خو د هغې مینه او د ژوند تجربې بیا هم د ماشوم په روزنه کې مهم رول لري.»
صنوبر، د پوهنتون استاده، ټینګار کوي: «سواد یوازینی ټاکلو لپاره یو لامل نه دی. د مور صبر، مینه او مسؤولیتپذیري هم ډېر اهمیت لري.
یوه بې سواده خو مهربانه او د زړه سواندې مور کولای شي یو بریالی اولاد وروزي، په داسې حال کې چې یوه باسواده مور، که دا ځانګړنې ونه لري، ښايي په دې برخه کې بریالۍ نه شي.
د سواد او اخلاقو ګډول تر ټولو غوره پایله رامنځته کوي.»
ارړاپوهه رخشانه شریفي، ارواپوهه، وايي: «باسواده میندې د خپلو اولادونو په جسمي، رواني او ټولنیزه وده کې اساسي رول لري.
هغوی د پوهاوي پر بنسټ د خپلو کړنو له لارې یو خوندي او ملاتړکوونکی چاپېریال رامنځته کوي.
بې قید او شرط مینه او پاملرنه، د هڅې لپاره هڅونه، ماشوم ته د وړو مسؤولیتونو سپارل او د هغه احساساتو ته غوږ نیول د ماشوم پر ځان باور پیاوړی کوي.
برعکس، فزیکي سزا د ماشوم پر شخصیت ژورې منفي اغېزې کوي او کولای شي د فشار، وېرې او تهاجمي چلندونو سبب شي.»
د ماشومانو وده او روزنه د کورنۍ، په ځانګړي ډول د میندو، له مهمو مسؤولیتونو څخه ګڼل کېږي.
په نننیو ټولنو کې د پوهاوي د کچې له لوړېدو او زدهکړو ته د لاسرسي له زیاتېدو سره، د ماشومانو د شخصیت او راتلونکي په جوړولو کې د باسواده میندو رول تر بل هر وخت ډېر مهم شوی دی.
څېړنې ښيي چې د میندو د سواد کچه د ماشومانو پر جسمي، رواني او ټولنیزې روغتیا مستقیم اغېز لري او د هغوی د بریالیتوب لاره پراخوی.
پای



