خبرونه

د اوږدې مودې لپاره د هیډفون (ګوشکی) کارول؛ د اورېدلو لپاره جدي ګواښ

سلمااحمدزی- د غوږ، پوزې او ستوني (ENT) ډاکټران او متخصصان د هیډفونونو او ایرفونونو د اوږدې مودې او لوړ غږ کارولو په اړه خبرداری ورکوي. دوی وايي چې دا عادت کولی شي په تدریجي ډول د غوږ په ننۍ برخه کې د اورېدلو حساسې حجرې زیانمنې کړي او په پایله کې د اورېدلو دایمي کمښت رامنځته کړي.

د ښاریانو او متخصصانو په وینا، دا ستونزه د ځوان نسل ترمنځ د غږیزو وسایلو د ډېر استعمال له امله په چټکۍ سره زیاتېږي.

د ویژه روز خبریال د راپور له مخې، که څه هم د هیډفونونو کارول ورځني ژوند اسانه کړی، خو بې پروا استعمال یې روغتیايي خطرونه رامنځته کړي دي.

ډاکټران ټینګار کوي چې کاروونکي باید د غږ کچه په خوندي محدوده کې وساتي او خپلو غوږونو ته د استراحت فرصت ورکړي.

د کابل ښار یو اوسیدونکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل: «د هیډفون ډېر او بې وقفي استعمال غوږ ته زیان رسوي.

که د هیډفون کارولو ته اړ یاست، حتماً یې په ټیټ غږ او د لنډې مودې لپاره وکاروئ که نه نو باید له استعمال څخه یې ډډه وشي.»

محمد حجتي، چې ځان هم د دغو وسایلو له امله له ستونزو سره مخ شوی، د خپلې تجربې په بیانولو سره وویل: «هیډفون د غوږ له حساسو برخو سره مستقیمه اړیکه لري.

کله چې ډېر استعمال کړم، د غوږ په پرده کې د دروندوالي احساس کوم او عادي غږونه په ښه توګه نه شم اورېدلی او د ژر غصه کېدو او عصبي نارامتیا احساس هم راته پیدا کېږي.»

د غوږ او ستوني متخصص، ډاکټر سید نیاز حیدري، ځانګړي ورځې ته وویل: «تر ټولو غوره لاره دا ده چې د هیډفون غږ په ټیټه کچه واورېدل شي او هر ساعت څو دقیقي خپلو غوږونو ته دمه ورکړي.

له دې څخه ډډه وکړي چې هندزفري د اوږدې مودې لپاره په غوږ کې کېږدي.

که د غوږ د دوامدار شور یا وزوز، د اورېدلو د کمښت، درد یا د غوږ د ترشحاتو په څېر نښې تجربه کړئ، حتماً دې د متخصص ډاکټر له خوا معاینه شئ.»

بلخوا، د غوږ او ستوني بله متخصصه ډاکټره تینا ضیایي وویل: «په لوړ غږ او دوامدار ډول د ایرپډونو استعمال، په ځانګړې توګه هغه ایرپډونه چې د غوږ دننه په ژوره برخه کې ځای پر ځای کېږي، نه یوازې د اورېدلو د کمښت او د غوږ د وزوز لامل کېږي، بلکې د غوږ مجرا هم تحریکولی شي او حساسیت رامنځته کولی شي.

له همدې امله، د استعمال د وخت محدودول او د غږ د کچې رعایتول په بشپړه توګه اړین دي او هېڅ شی د روغتیا په اندازه ارزښت نه لري.»

د دغو وسایلو بې‌ رویه استعمال د عامې روغتیا لپاره د نه جبرانېدونکو منفي پایلو لامل کېدای شي او متخصصانو څو ځله په دې برخه کې د عامه پوهاوي پر اړتیا ټینګار کړی دی.

ډاکټران وايي چې کاروونکي د خپلې اورېدنې د روغتیا د ساتنې لپاره تل د غږ کچه په خوندي محدوده کې وساتي او خپلو غوږونو ته د استراحت فرصت ورکړي، څو د غوږ د دننۍ برخې حساسو او نه جبرانېدونکو حجرو ته له زیان رسېدو څخه مخنیوی وشي.

پای

WeezhaRoz

پروفایل رسانه‌ای روزنامه ویژه روز معرفی کلی روزنامه ویژه روز یک رسانه خبری معتبر است که در سال ۱۳۹۲ به عنوان یک رسانه چاپی در افغانستان آغاز به فعالیت نمود. این رسانه از آغاز فعالیت خود در بخش‌ های مختلف خبری، تحلیل، اقتصاد و سیاست به چاپ مقالات و گزارش‌ های جامع و تخصصی پرداخت. امروزه، روزنامه ویژه روز با استفاده از تکنولوژی‌ های نوین رسانه‌ای، به یکی از رسانه‌ های پیشرو در کشور تبدیل شده است که به صورت آنلاین و به سه زبان فارسی، پشتو و انگلیسی در سطح جهانی فعالیت می‌کند. سابقه و تحول روزنامه ویژه روز به عنوان یکی از رسانه‌ های تازه تأسیس در سال ۱۳۹۲، در بخش‌ های خبری و تحلیلی در قالب نشرات چاپی آغاز به کار کرد. از همان ابتدای فعالیت، این روزنامه با هدف ارتقاء سطح آگاهی عمومی و ارائه تحلیل‌ های دقیق و مستند در زمینه‌ های مختلف خبری، اقتصادی، و سیاسی در جامعه افغانستان شروع به کار کرد. با توجه به رشد روزافزون فناوری‌ های ارتباطی و تغییر نیازهای مخاطبان، روزنامه ویژه روز به سرعت از قالب چاپی به فضای آنلاین منتقل شد. این رسانه اکنون به صورت دیجیتال و با پوشش جهانی، اخبار و تحلیل‌ ها را به مخاطبان خود در داخل و خارج از افغانستان ارائه می‌دهد. هدف و چشم‌انداز هدف روزنامه ویژه روز فراهم آوردن اطلاعات دقیق، تحلیل‌ های عمیق و اخبار به‌ روز برای مخاطبان است تا بتواند نقش مؤثری در ارتقاء سطح آگاهی عمومی، بهبود فرآیند تصمیم‌ گیری، و تقویت نهادهای دموکراتیک در افغانستان ایفا کند. این رسانه به دنبال ایجاد یک فضای خبری آزاد و شفاف است که در آن حقایق به دور از هرگونه تعصب و فشار سیاسی منتشر شوند. چشم‌انداز ویژه روز، تبدیل شدن به یک منبع معتبر و قابل اعتماد در زمینه‌ های مختلف اخبار داخلی و جهانی است. رسانه‌ای که بتواند با خبرنگاران و کارشناسان حرفه‌ای خود اخبار و تحلیل‌ های مبتنی بر واقعیت را در اختیار مخاطبان قرار دهد. ویژگی‌های متمایز 1. پوشش جهانی: ویژه روز به سه زبان فارسی، پشتو و انگلیسی فعالیت می‌کند و مخاطبان خود را در سطح جهانی پوشش می‌دهد. 2. پرسونل حرفه‌ای و مسلکی: روزنامه ویژه روز با تیمی از خبرنگاران، تحلیلگران و کارشناسان حرفه‌ای و با تجربه به تولید محتوا می‌ پردازد که از اعتبار و دقت بالایی برخوردار است. 3. نشر آنلاین: به دلیل تغییرات در دنیای رسانه‌ای و نیاز به سرعت در انتقال اخبار، روزنامه ویژه روز اکنون به صورت آنلاین منتشر می‌شود و دسترسی آسان به اخبار و تحلیل‌ ها را برای مخاطبان در هر نقطه از جهان فراهم می‌ میکند. 4. تحلیل‌های عمقی و جامع: این رسانه علاوه بر ارائه اخبار روز، تحلیل‌های دقیق و بررسی‌ های جامع در حوزه‌ های مختلف از جمله سیاست، اقتصاد، فرهنگ و جامعه را نیز در دستور کار خود دارد. حوزه‌ های پوشش‌دهی - اخبار داخلی و بین‌المللی: پوشش اخبار سیاسی، اقتصادی، اجتماعی و فرهنگی از افغانستان و دیگر نقاط جهان. - تحلیل‌ های سیاسی و اقتصادی: تحلیل‌ های عمیق و شفاف از تحولات داخلی و جهانی و تأثیرات آن بر افغانستان. - گزارش‌ های ویژه: ارائه گزارش‌ های ویژه و تحقیقی در زمینه‌ های مختلف اجتماعی و اقتصادی کشور. نتیجه‌گیری روزنامه ویژه روز هم‌ اکنون به یکی از منابع مهم خبری آنلاین برای مخاطبان داخل و خارج از افغانستان تبدیل شده است. این رسانه با هدف تقویت جریان آزاد اطلاعات و آگاهی بخشی به جامعه، همچنان به تولید محتواهای متنوع و تاثیرگذار ادامه می‌ دهد و امیدوار است در آینده‌ای نزدیک به یکی از بهترین منابع خبری در سطح جهانی تبدیل شود.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button