له آلمان څخه د کډوالو ایستل؛ افغان کډوال اندېښمن دي
سلما احمدزی- له پاکستان او ایران وروسته، جرمني اوس مهال د کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړی دی. ډېری دغه کډوال هغه افغانان دي چې په ډېرو سختو شرایطو او ډېر لګښت سره ځانونه جرمني ته رسولي دي.

په جرمني کې مېشت افغان کډوال لوشا خان نوري وایي: «ما لا تر اوسه قبولي نه ده اخیستې او یو ځل رد شوی یم؛ په دوهم ځل ردېدو سره له ډېرو ستونزو سره مخ کیږم.
ډېری افغانان له ورته خطر او ستونزو سره مخ دي. ډېری یې د شپې خپلو ملګرو ته ځي، ځکه پولیس د دوی پسې راځي. ټول اسناد یې ضبط کوي او قونسلګرۍ ته یې غواړي.»
بلخوا، د کډوالو چارو مبصر عبدالرزاق عدیل وایي: «د افغان کډوالو په اړه د جرمني سخت دریځ سیاست د کورنیو سیاسي فشارونو او د بشري حقونو د نړیوال چوکاټ ترمنځ د یو سخت توازن ښکارندویي کوي.
له یوې خوا، د جرمني حکومت د عامه افکارو او سیاسي ګوندونو تر فشار لاندې د کډوالۍ د کنټرول او له مجرمینو سره د چلند لپاره د ایستلو بهیر پیل کړی او حتی دا بهیر یې یوازې په مجرمینو پورې نه دی محدود کړی؛ بلکې جوړښتي محدودیتونه لکه د اسلامي امارت په رسمیت نه پېژندل، د سفارت نشتوالی او د بشري حقونو رعایت ته نه ژمنتیا، د ایستلو بهیر سرعت او کچه محدودوي.»
غوښتل مو چې په دې اړه د کډوالو چارو وزارت نظر هم ولرو، خو له پرلپسې هڅو سره سره، متأسفانه بریالي نه شوو.
دا په داسې حال کې ده چې په ډېرو هېوادونو کې افغان کډوال د بې امنیتۍ او له قانون څخه د سرغړونو په تور نیول شوي دي او د جرم کچه یې لوړه کړې ده.
په یاد لیست کې لومړی هغه کسان شامل دي چې جرمونه یې کړي دي. غیر رسمي سرچینې وایي چې ښایي ۵۰۰ کسان، چې ۵۵ فیصده یې مجرم نه دي، په راتلونکو اوونیو کې ډیپورټ شي؛ خو کوم رسمي منابع دا نه دي تایید کړي.
پای




