د سعودي ترکیه او پاکستان تر مینځ امنیتی تړون
سلمااحمدزی- سعودي عربستان، ترکیه او پاکستان په داسی حال ګډ دفاعي تړون لاسلیک کړی، چې د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې له امله سیمه کې کړکیچ زیات شوی او په دی وروستیو کی ایران پلوه وسله والو ډلو پر سعودي هم بریدونه کړي دي.

د یادو درېیو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې چې د سعودي بهرنیو چارو وزارت له لوري خپره شوې، راغلي، چې دغه تړون د کوم هېواد پر ضد نه دی، بلکې موخه یې د ټولیز امنیت پیاوړتیا او د دفاعي وړتیاوو لوړول دي.
او اعلامیه کی دا هم راغلي چی په یو هیواد باندی برید به پر ټولو برید ګڼل کیږی.
کارپوهان په دی باور دی چی یاد تړون موخه د ګډی دفاعي مخنیوی مساله، د سمیزی سولي امنیت ثبات پیاوړتیا او د دريو هیوادونو تر مینځ دفاعي همکاری د اسلامی یوالی او تاريخي اړیکو او ګډو ګټو امنیت جوړول دی.
د سیاسی چارو شنونکی محمد زلمی افغانیارپوپل ویژه روز ته وویل:«دا امنیتي تړون کولای شي د هیوادونو اندیښنی څرګندي کړي.
د اسرائیلو او امریکا له خوا پر ایران د بریدونو، او د هغوی د سیاسي مشر د وژل کیدو لامل هم شول، وروسته د ایران له خوا د خلیجي او عربي هیوادونو پر ضد د بریدونو او تحرکاتو له امله دغه هیوادونه د ایران له ګواښ سره مخامخ شوي دي.
چې هغوی د ایران د مخنیوي او د خپلو هیوادونو د امنیت د ساتنی لپاره دا امنیتي تړون لاسلیک کړی وي.
هغوی وایي چې له دې امله ډاډه دي او اصلي موخه یی د تروریزم پر وړاندی مبارزه ده.
د تروریزم موضوع یوه نړیواله مساله ده چې ټول هیوادونه باید پکی ګډه ونډه ولري.»
بلخوا د سیاسی چارو شنونکی روح الله هوتک بیا وویل:«دا تړون د دری هیوادونو په واضح توګه باندی د منځنی ختیځ د کړکيچ زیاتوالی د متحده ایالاتو او اسراییل سره د ایران د جګړی لامله د ایران او ملګرو یی پر خلیج او سعودي بریدونو او د هرمز تنګی او سري بهیره کی سمندري تګ راتګ د ګډوډیو د سعودي او پاکستان د مخکیني په تړون ته په کتو دا دری اړخیزه تړون بللی شو.»
نوموړی زیاته کړه: «د یاد تړون موخه د ګډی دفاعي مخنیوی مساله، د سمیزی سولي امنیت ثبات پیاوړتیا او د دريو هیوادونو تر مینځ دفاعي همکاری د اسلامی یوالی او تاريخي اړیکو او ګډو ګټو امنیت جوړول دی.
هر خوا په دی کی خپلی برخی لری.
سعودي عربستان پوځي ملاتړ أو مخنیوي پیاوړتیا غواړی، ترکیه خپل نفوس او دفاعي صنعت خواک پراخوالي غواړی، او پاکستان د دفاع رول پیاوړی کول، اقتصادي او پوځي ګټی غواړی تر لاسه کړی.
او سعودي سره اړیکی ژوري کړی.په
ټوله کی د دری مسلمان قوی هیوادونو تر مينځ دفاعي یووالی او مخنيوي پیاوړتیا موخه بللی شو، تر څو کړکیچونو کی خپل امنیت خوندي کړی.»
دا په داسی حال کی ده چی ایران او امریکا به جګړه بوخت دی او ایران څو ځله پر سعودي عربستان او په خلیجي هیوادونو هم خپل بریدونه درلوده.
پای




