د کابل په ښار کې د یو میګاواټه لمریز برېښنا د تولید د پروژې د بهرهبرداري مراسم
سلمااحمدزی- د فرانسوي طبي انستیتیوت (د مور او ماشوم روغتون) په خوا کې د یو میګاواټه لمریز برېښنا د تولید د پروژې د بهره برداري مراسم پرون د یو شمېر لوړپوړو چارواکو، پراختیايي شریکانو، روغتیايي مسؤولینو او ملي او نړیوالو استازو په ګډون ترسره شول.

د دې پروژې ارزښت نږدې یو میلیون ډالره دی.
د انرژۍ او اوبو وزیر: موږ باید په برېښنا او اوبو کې ځانبسيا ته ورسېږو
ملا محمد یونس آخندزاده، د انرژۍ او اوبو وزیر، د دې پروژې د پرانیستلو پرمهال وویل: «افغانان تېر نږدې پنځوس کلونه ډېرې ستونزې تجربه کړې، خو اوس ښه فرصت راغلی چې د اسلامي نظام او بشپړ امنیت په ترڅ کې کولای شي غوره ژوند وکړي.»
نوموړي زیاته کړه چې باید د خلکو لپاره لومړیتوبونه په پام کې ونیول شي، ځکه د خلکو د برېښنا او اوبو اړتیا ډېره شدیده ده او په دې برخو کې باید ځانبسيا رامنځته شي.
وزیر ټینګار وکړ چې وزارت یې د برېښنا او اوبو په برخه کې له هر ډول پانګوالو او سوداګرو سره ملاتړ کوي او باید خپل هېواد ځانبسیا ته ورسوو.
د اقتصاد وزیر: دا پروژه روغتیايي خدمتونو ته حیاتي اړتیا پوره کوي
قاري دین محمد حنیف، د اقتصاد وزیر، هم په دې مراسمو کې وویل چې دا پروژه ځانبسیا او د روغتونونو لپاره د دوامداره برېښنا د برابرولو په لور یو مهم ګام دی او دا یو عادي اړتیا نه، بلکې حیاتي اړتیا بلله.
نوموړي زیاته کړه: «دا پروژه پاکې چاپېریال ته هم ډېره ګټه لري، او موږ باور لرو چې د خصوصي سکټور سره همکاري د هېواد د پرمختګ لپاره ګټوره ده.»
د اقتصادو وزیر له روغتون مسؤلینو وغوښتل چې د عصري روغتیايي امکاناتو په کارولو سره د خیریه برخو خدمتونو ته وده ورکړي، د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه کړي، د درملنې او درملو بیې راکمې کړي یا یې وړیا وړاندې کړي، او اضافي عواید د روغتونونو پراختیا او روغتیايي خدمتونو ته ولګوي.
د روغتون مسؤول او د پروژې انجینر: پروژه ۸ میاشتې مخکې پیل شوې وه
داکتر نجم الدین نجم، د فرانسوي طبي انستیتیوت د بورډ د غونډې مشر، د دې پروژې له پرانیستې څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې دا روغتون لا هم په بېلابېلو روغتیايي برخو کې هېوادوالو ته د پام وړ خدمتونه وړاندې کوي.
په پای کې، اسدالله اسد، د دې پروژې انجینر، وویل چې د دې پروژې چارې ۸ میاشتې مخکې پیل شوې وې او نن یې کار بشپړ شوی دی.
نوموړي زیاته کړه: «دا پروژه د یو میګاواټه لمریز برېښنا د تولید وړتیا لري او نږدې یو میلیون ډالرو په ارزښت جوړه شوې ده.»
پای




