د هوا د ګرمۍ زیاتوالی او د ماشومانو پر روغتیا یې اغېزې؛ متخصصین کورنیو ته خبرداری ورکوي
سلمااحمدزی- د هېواد په ډېری ولایتونو کې د تودوخې د بېساري لوړېدو له امله، د ماشومانو پر روغتیا د دې ګرمۍ د اغېزو په اړه اندېښنې په چټکۍ سره زیاتې شوي دي.

ګرمه هوا، په ځانګړې توګه د ماشومانو لپاره چې د لویانو په پرتله د تودوخې د زغملو وړتیا لږ لري، جدي روغتیایي ننګونې رامنځته کړې دي.
حنیفه، د پنجشیر ولایت اوسېدونکې او د پنځه کلن ماشوم مور، وايي: «په کرمي کې مې د ځمکو پر سر تله او ماشوم مې ځان سره وړ. ګرمې هوا دې لامل شوه چې زوی مې ناروغ شي او څو ورځې په شفاخانه کې بستر شو.»
مریم، چې د دریو ماشومانو مور ده، زیاتوي: «کله چې هوا ډېره ګرمه شوه، درې واړه ماشومان مې یوځای ناروغان شول. هغوی ته مې دوا واخیسته او سیروم مې ورته تېر کړ.»
کریم، د کابل ښار اوسېدونکی، وايي: «زما وړوکی ورور د ګرمۍ له امله ناروغ شو. هغه مې د صحي طفل روغتون ته یووړ، دوا مې واخیسته او اوس الحمدلله ښه دی.»
محمد حنیف هاشمی، د عمومي داخلي ناروغیو متخصص، کورنیو ته سپارښتنه وکړه: «د ناروغیو د مخنیوي لپاره باید د خپلو ماشومانو حفظ الصحه مراعات کړئ.
هغوی وهڅوئ چې صحي اصول مراعات کړي. هغه خواړه چې ماشومانو ته ورکول کیږي، باید په یخ ځای کې وساتل شي او په دوامداره توګه باید اوبه ورکړل شي.»
محمد عادل ارین، د صحت طفل روغتون کې د ماشومانو د ناروغیو متخصص، د ګرمې هوا په اړه وویل: «په ګرمه هوا کې د ماشومانو د ناروغۍ اصلي لامل د هغوی د معافیتي سیستم کمزورتیا ده.
د ماشومانو د پوستکي سطحه د لویانو د بدن د ټول حجم په پرتله کوچنۍ ده، له همدې امله ماشومان د تودوخې سره د مخامخ کېدو پر مهال ډېرې مایعات له لاسه ورکوي.
نو باید په ګرمه هوا کې ډېر مایعات وڅښي او له کوره بهر فعالیتونه کم کړي.»
همایون لودین، د تغذيې متخصص، کورنیو ته خبرداری ورکړ: «ګرمه هوا پر ټولنې، په ځانګړې توګه له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو باندې اغېز کړی دی.
په دې هوا کې له بدن څخه مایعات او منرالونه خارجېږي او ماشومان له اسهال او د اشتها له لاسه ورکولو سره مخ کیږي.
کورنۍ باید د ماشومانو ښه پاملرنه وکړي، هغوی له ګرمې هوا څخه لرې وساتي، تازه مېوې او سابه ورته چمتو کړي او له غوړ لرونکو خوړو ورکولو څخه ډډه وکړي.»
د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې د هوا په تودېدو سره، په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ لکه اسهال په چټکۍ سره زیاتې شوي دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په روان کال کې ۶۴۴ ماشومان د پنځو کلونو څخه کم عمر لرونکي د دې ناروغیو سره اخته شوي دي.
کارپوهان ټینګار کوي چې ګرمه هوا، خاص د ماشومانو لپاره، د صحت جدي خطر دی او د کورنیو او روغتیايي نهادونو له لوري باید ورباندې عاجل اقدام وشي.
مهمې سپارښتنې په لاندې ټکو کې لنډیز کېږي:
· منظم څښاک او مایعاتو ورکول
· د غوړو خوړو څخه ډډه کول
· د بهرنیو فعالیتونو کمول
· د ناروغۍ د نښو په لیدو سره په وخت روغتیايي مرکزونو ته مراجعه کول.
دا اقدامات کولی شي د ډېرو جدي قضیو مخنیوی وکړي او د ماشومانو روغتیا په دې ګرمه موسم کې خوندي وساتي.
پای




