د تورخم له لارې ۵۶ لارۍ بشري مرستې افغانستان ته ورسېدې
سلمااحمدزی- د تورخم له پولې له لارې د ملګرو ملتونو او نړیوالو مرستندویه ادارو ۵۶ لارۍ بشري مرستې افغانستان ته رارسیدلې دي. دا مرستې د اوږد مهال تړل کېدو وروسته په لومړي ځل دغې لارې ته د تېرېدو اجازه ورکړل شوه.

د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ آمر مولوي صدیقالله قریشي «ویژه روز» ته وویل، چې یادې مرستې د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) له لوري نظارت کېږي او په کې د خوارځواکۍ ضد توکي، د میندو او زده کوونکو لپاره بسکټ او روغتیايي تجهیزات شامل دي. هغه زیاته کړه، چې دا مرستې به هېوادوالو ته ووېشل شي.
د ننګرهار د تجارت خونې مدیر دوکتور مخلص احمد وویل، چې درې ورځې مخکې یو شمېر نړیوال مرستندویه توکي په پاکستان کې بند پاتې وو، خو اوس د تېرېدو اجازه ورکړل شوې ده.
نوموړي زیاته کړه: «دا مرستې به د اړمنو کورنیو لپاره ګټورې وي او کولای شي په لنډ مهال کې په ځینو سیمو کې د اساسي توکو په بازار مثبت اغېز وکړي.»
خو هغه زیاته کړه، چې د پولې پرانیستل به د ترانزیټ پر ودې اغېز وکړي که نه، دا د دواړو هېوادونو د مشرتابه پر پریکړو پورې اړه لري، خو خلک یې له پرانستلو هیله من دي.
د اقتصادي چارو مبصر امیدالله قاسمزي «ویژه روز» ته وویل: «بشري مرستې کولای شي په لنډمهاله توګه د بېوزلۍ له شدت مخنیوی وکړي، خو اوږدمهاله اقتصادي اغېز نه لري.
اړتیا ده چې دا ډول مرستې بنسټیزې شي او پر صنعت، کرنې او زیربنايي پروژو سرمایه گذاري وشي، ترڅو خلکو ته د کار زمینه برابره شي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا وروسته لومړی ځل دی چې د تورخم له لارې بشري مرستې افغانستان ته رارسېږي، او خلک هیله لري چې دا لار د تل لپاره د ترانزیټ پر مخ خلاصه شي.
پای




