د هند سره د هوايي دهلیزونو له لارې د صادراتو دوام؛ د افغانستان د اقتصاد لپاره یو ګټور فرصت
سلمااحمدزی- د هند سره د هوايي دهلیزونو له لارې صادرات او واردات لا هم روان دي، او دا سوداګریزې اړیکې کولای شي د افغانستان لپاره ډېرې ګټورې تمامې شي. په داسې حال کې چې ځمکني لارې تړل شوې، هوايي دهلیزونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ یو مهم بدیل ګرځېدلی دی.

رندهیر جېسوال، د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اعلان وکړ چې عطاءالله عمري، د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، نږدې یوه اوونۍ هند ته تللی و.
نوموړي د دغه سفر پر مهال د هند د کرنې وزیر، د خوراکي توکو د پروسس وزیر، د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال، او همدارنګه د سوداګرۍ او صنایعو فدراسیون، د سوداګرۍ خونو او د کرنې سکټور له یو شمېر کورنیو او نړیوالو ادارو سره لیدنې او خبرې اترې کړې دي.
هغه زیاته کړه چې د کابل او نوي ډیلي ترمنځ هوايي دهلیز فعال دی، او د همدې لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه دوام لري.
رحیم الله مرجان، د اقتصادي چارو مبصر: د افغانستان د هوايي دهلیزونو له لارې هند ته د صادراتو پیل، له هند سره د ښو اړیکو ښودنه ده.
افغانستان له هند سره مستقیمه ځمکنۍ لاره نه لري، او پخوا به د پاکستان د ګوادر بندر له لارې سوداګري کېده.
د دې لارې له تړل کېدو سره، ځمکني صادرات عملاً بند شوي دي. که څه هم د هوايي دهلیزونو کارول ډېر ګران نه دي، خو له دې امله چې له هند څخه درمل او نور توکي راوړل کېږي او هلته توکي صادرېږي، نو اوسنی غوره انتخاب همدا هوايي دهلیزونه دي.
محمد عیسی مبارز، د اقتصادي چارو مبصر: د هوايي دهلیزونو له لارې مخکې هم سوداګري کېده. د ځمکنیو لارو په پرتله، هوايي دهلیزونه خپلې ستونزې لري، خو اجناس په خپل وخت رسېږي، که څه هم لږ ګران تمامیږي.
هغه وايي چې موږ باید ځمکني دهلیزونه هم جوړ کړو، خو د اوسنیو ستونزو له کبله هوايي دهلیزونه ګټور تمامېدای شي او تر یو حده ستونزې هواروي. دا پخپله یو لوی اقتصادي پرمختګ دی.
پخوا له هند سره د پاکستان له لارې ځمکنۍ سوداګري کېده، خو اوس د اړیکو د ترینګلتیا له کبله ځمکني راکړه ورکړه بنده شوې ده.
یوازنۍ لاره چې پاتې ده، هغه د هوايي دهلیزونو له لارې سوداګري ده، چې کولای شي د دواړو هېوادونو په ګټه تمامه شي.
که څه هم د هوايي دهلیزونو له لارې د توکو لېږد لوړ لګښت لري، خو په اوسنیو شرایطو کې دا د هند سره د سوداګریزو اړیکو د دوام یوازنۍ ممکنه لار ده.
کارپوهان د دې لارې د ساتنې او پیاوړتیا، او همدارنګه د ځمکنیو ستونزو د هوارولو لپاره د هڅو پر دوام ټینګار کوي، ترڅو د افغانستان لپاره د لا زیاتې اقتصادي ودې او ګټې زمینه برابره شي.
پای




