د افغانستان بانک له لوري د ۱۶ میلیونو ډالرو لیلام
د افغانستان بانک د ۱۶ میلیونو امریکايي ډالرو لیلام ترسره کړی، چې موخه یې د افغانيو د ثبات ساتل او د بهرنیو اسعارو د بیو د لوړوالي مخنیوی دی. اقتصادي شنونکي او صرافان دا اقدام د پولي سیاست یوه مهمه وسیله بولي، خو خبرداری ورکوي چې د دې پالیسۍ تکرار کولای شي د مرکزي بانک زیرمې کمې کړي.

د افغانستان بانک ویاند، ښاغلي حسيب الله نوري، وویل: «د دې لیلام اساسي موخه بهرنیو اسعارو ته په ځانګړي ډول د ډالرو ارزښت لوړول او د افغانيو د مبادلې نرخ ثبات ساتل دی.
کله چې په بازار کې د اسعارو تقاضا لوړه شي، افغانستان بانک بیا دا ډول لیلام ترسره کوي، تر څو د بازار اړتیا پوره شي، د افغانيو پر ارزښت فشار کم شي او د اسعارو ناڅاپي بدلونونو مخه ونیول شي.
د یاد لیلام موخه د اسعارو مدیریت او د افغانيو ارزښت ساتل دی.»
رحیم الله مرجان، د اقتصادي چارو شنونکی، وویل: «د ۱۶ میلیونو ډالرو لیلام کولای شي چې افغاني خپل ثبات وساتي او د نرخونو په کنټرول کې مثبت رول ولري.
ډیری توکي چې له نورو هېوادونو څخه اخیستل کیږي، د هغوی راکړه ورکړه په ډالرو کېږي.
که د ډالر بیه د افغانيو په پرتله ټیټه وي، نو موږ کولای شو ګټه افغانستان ته ترلاسه کړو؛ خو که د ډالرو بیه لوړه وي، نو ګټه نه شو ترلاسه کولی.
د خوراکي توکو، تیلو او نورو موادو بیې به لوړې شي چې له اقتصادي پلوه افغانستان ته زیان رسوي او عام وګړي زیانمن کیږي. دا پریکړه او د طلا او معدنیاتو استخراج کولای شي افغاني ثبات وساتي.»
احمد شاه صفا، صراف «د افغانستان بانک لخوا د ۱۶ میلیونو ډالرو لیلام د پولي سیاست یوه وسیله ده چې د بازار کنټرول او د کورني اسعارو د ارزښت د کمښت مخنیوي کې مرسته کوي.
ګټه یې دا ده چې د ډالر د لوړوالي مخه نیسي او د بازار بې ثباتي کموي، خو زیان یې دا دی که دا پالیسي تکرار شي، د مرکزي بانک زیرمې ممکن په جدي توګه کمې شي.»
نجیم حاجي زاده، صراف «یاد لیلام کولای شي چې افغاني ثبات وساتي.
په بازار کې په څو ورځو کې ډالر لوړ شوی وو. په بازار کې افغاني کمیږي او ډالر زیاتیږي. څو ورځې وړاندې د ډالر بیه له ۶۴۰۰ څخه ۶۶۰۰ افغانیو ته لوړه شوې، چې ۲۰۰ افغاني زیاتوالی دی.
دا کولای شي د دوکاندارانو لپاره لوی زیان وي، ځکه اوس هر څه په ډالر دي؛ که د ډالر بیه ټیټه شي، دا د دوکاندارانو لپاره ښه دی.»
دا لیلام په داسې حال کې ترسره کیږي چې په وروستیو کې د ډالر بیه د پام وړ لوړه شوې او هټیوالو ته یې زیان اړولی دی.
د افغانستان بانک هڅه کوي چې د دې اقدام له لارې د بازار ثبات وساتي او د افغانيو د ارزښت د کمښت مخه ونیسي.
د افغانستان بانک د ۱۶ میلیونو ډالرو لیلام د پولي سیاست یوه مهمه وسیله ده چې د لنډ مهال لپاره د افغانيو ثبات ساتلو کې مرسته کوي.
په دې اړه د اقتصادي شنونکو او صرافانو نظرونه توپیر لري؛ ځینې یې دا اقدام ګټور بولي، خو ځینې یې خبرداری ورکوي چې د دې پالیسۍ تکرار به د مرکزي بانک زیرمې کمې کړي او په اوږد مهال کې به ستونزې رامنځته کړي.
د ډالر او افغاني ترمنځ د بیو ثبات ساتل د هېواد د اقتصادي ودې او د عام وګړو د ژوند د ښه والي لپاره حیاتي اهمیت لري.
پای




