نړۍ

بریدونه د امریکا له لوري پر ایران؛ د جګړې د دوام اندېښنې

سلمااحمدزی- د ایران سپاه پاسدارانو سمندري ځواک د امریکا د بریدونو په غبرګون کې په سیمه کې د امریکايي پوځ ځینې مرکزونه په نښه کړي دي. سپاه پاسداران وايي، د تهران او واشنګټن د هوکړې له مخې د هرمز تنګي د کښتیو د تګ راتګ کنټرول د ایران په واک کې دی. یاد ځواک خبرداری ورکړی چې د هر ډول نوي امریکايي برید په صورت کې به یې ځواب لا پراخ او سخت وي.

سیاسي شنونکي وايي چې کېدای شي دغه جګړه دوام ومومي او دا د سیمې او نړۍ په زیان ده.

مطیع الله آرین، شنونکی د سیاسي او نړیوالو چارو، په ګډه د ویژه روز سره وویل: «کومې حملې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ وشوې، اوربند ډېر ژر مات شو او پړه یې یو پر بل اچوي.

د ایران له خوا هغه حمله چې په تنګي هرمز کې پر کښتۍ شوې، د اوربند ماتېدل بولي او پرته له موافقې نه کښتۍ د تنګي هرمز نه حرکت کړی دی.

ایران غواړي وښيي چې هرمز تنګي د دوی تر کنټرول لاندې دی او امریکا غواړي نړیوالو ته وښيي چې د نړیوالو قوانینو له لارې حاکم دی.

کله چې اوربند نقض شي، له مخکې یې ښيي چې د سیمې او نړۍ په ګټه نه دی.»

عزیز معارج، شنونکی د سیاسي چارو، وویل: «دا چې اوربند کېږي، جګړه نه ده درېدلې، بلکې پلمې جوړېږي او اختلافات پکې وي.

دا ټول د جنګ تخنیکونه دي، که امریکا ارام شي، یو څو وخت وروسته اسراییل پیل کوي او که اسراییل بند کړي، امریکا پیل کوي.

په ټوله کې دوی دواړه سره یو دي، دا جګړه به کلونه دوام ومومي، تر ۲۰۳۰ پورې، تر څو د سیمې بشپړ کنټرول د امریکا لاندې شي.»

محمد زلمي افغانیار پوپل، شنونکی د سیاسي چارو، وویل: «هيله لرو چې ایران او امریکا مذاکراتو ته ژمن پاتې شي.

که بیاځلي امریکا پر ایران حملې وکړي او ایران هم وايي چې ورته حملې به لري، سیمه او نړۍ بحران ته ځي.

د هرمز تنګي تړل کېدل د نړۍ هېوادونو ته مالي زیان رسوي. ایران او امریکا باید د خبرو له لارې ستونزې حل کړي.»

روح الله هوتک، شنونکی د سیاسي چارو، په ګډه د ویژه روز سره وویل: «دواړه خواوې غواړي چې جګړه منځ ته نه شي او خپلې ګټې وساتي، خو په ځمکه کې لوی اقتصادي، بشري او امنیتي زیانونه له دې سره رامنځته کېدلی شي.

د بشپړې نړیوالې جګړې لږ څه ښکارېدل شته، مهمه دا ده چې وضعیت په چټکۍ سره بدلون کولی شي.

د سیمې د نفوس، تنګي هرمز او د اټومي پروګرام مسله هغه لانجې دي چې حل شوي نه دي او په سیمه کې یې لوی اغیز په اقتصادي برخه او بشري زیانونو لرلی دی.

ممکن خبرې بریالۍ شي او لوی تړون رامنځته شي.»

دا په داسې حال کې ده چې څو ځلې ایران او امریکا مذاکراتو ته کې ناستل، خو بیا هم د امریکا له خوا اوربند مات شو.

که دا جګړه دوام ومومي، نو کولی شي چې په سیمه کې بحران رامنځته کړي.

پای

WeezhaRoz

پروفایل رسانه‌ای روزنامه ویژه روز معرفی کلی روزنامه ویژه روز یک رسانه خبری معتبر است که در سال ۱۳۹۲ به عنوان یک رسانه چاپی در افغانستان آغاز به فعالیت نمود. این رسانه از آغاز فعالیت خود در بخش‌ های مختلف خبری، تحلیل، اقتصاد و سیاست به چاپ مقالات و گزارش‌ های جامع و تخصصی پرداخت. امروزه، روزنامه ویژه روز با استفاده از تکنولوژی‌ های نوین رسانه‌ای، به یکی از رسانه‌ های پیشرو در کشور تبدیل شده است که به صورت آنلاین و به سه زبان فارسی، پشتو و انگلیسی در سطح جهانی فعالیت می‌کند. سابقه و تحول روزنامه ویژه روز به عنوان یکی از رسانه‌ های تازه تأسیس در سال ۱۳۹۲، در بخش‌ های خبری و تحلیلی در قالب نشرات چاپی آغاز به کار کرد. از همان ابتدای فعالیت، این روزنامه با هدف ارتقاء سطح آگاهی عمومی و ارائه تحلیل‌ های دقیق و مستند در زمینه‌ های مختلف خبری، اقتصادی، و سیاسی در جامعه افغانستان شروع به کار کرد. با توجه به رشد روزافزون فناوری‌ های ارتباطی و تغییر نیازهای مخاطبان، روزنامه ویژه روز به سرعت از قالب چاپی به فضای آنلاین منتقل شد. این رسانه اکنون به صورت دیجیتال و با پوشش جهانی، اخبار و تحلیل‌ ها را به مخاطبان خود در داخل و خارج از افغانستان ارائه می‌دهد. هدف و چشم‌انداز هدف روزنامه ویژه روز فراهم آوردن اطلاعات دقیق، تحلیل‌ های عمیق و اخبار به‌ روز برای مخاطبان است تا بتواند نقش مؤثری در ارتقاء سطح آگاهی عمومی، بهبود فرآیند تصمیم‌ گیری، و تقویت نهادهای دموکراتیک در افغانستان ایفا کند. این رسانه به دنبال ایجاد یک فضای خبری آزاد و شفاف است که در آن حقایق به دور از هرگونه تعصب و فشار سیاسی منتشر شوند. چشم‌انداز ویژه روز، تبدیل شدن به یک منبع معتبر و قابل اعتماد در زمینه‌ های مختلف اخبار داخلی و جهانی است. رسانه‌ای که بتواند با خبرنگاران و کارشناسان حرفه‌ای خود اخبار و تحلیل‌ های مبتنی بر واقعیت را در اختیار مخاطبان قرار دهد. ویژگی‌های متمایز 1. پوشش جهانی: ویژه روز به سه زبان فارسی، پشتو و انگلیسی فعالیت می‌کند و مخاطبان خود را در سطح جهانی پوشش می‌دهد. 2. پرسونل حرفه‌ای و مسلکی: روزنامه ویژه روز با تیمی از خبرنگاران، تحلیلگران و کارشناسان حرفه‌ای و با تجربه به تولید محتوا می‌ پردازد که از اعتبار و دقت بالایی برخوردار است. 3. نشر آنلاین: به دلیل تغییرات در دنیای رسانه‌ای و نیاز به سرعت در انتقال اخبار، روزنامه ویژه روز اکنون به صورت آنلاین منتشر می‌شود و دسترسی آسان به اخبار و تحلیل‌ ها را برای مخاطبان در هر نقطه از جهان فراهم می‌ میکند. 4. تحلیل‌های عمقی و جامع: این رسانه علاوه بر ارائه اخبار روز، تحلیل‌های دقیق و بررسی‌ های جامع در حوزه‌ های مختلف از جمله سیاست، اقتصاد، فرهنگ و جامعه را نیز در دستور کار خود دارد. حوزه‌ های پوشش‌دهی - اخبار داخلی و بین‌المللی: پوشش اخبار سیاسی، اقتصادی، اجتماعی و فرهنگی از افغانستان و دیگر نقاط جهان. - تحلیل‌ های سیاسی و اقتصادی: تحلیل‌ های عمیق و شفاف از تحولات داخلی و جهانی و تأثیرات آن بر افغانستان. - گزارش‌ های ویژه: ارائه گزارش‌ های ویژه و تحقیقی در زمینه‌ های مختلف اجتماعی و اقتصادی کشور. نتیجه‌گیری روزنامه ویژه روز هم‌ اکنون به یکی از منابع مهم خبری آنلاین برای مخاطبان داخل و خارج از افغانستان تبدیل شده است. این رسانه با هدف تقویت جریان آزاد اطلاعات و آگاهی بخشی به جامعه، همچنان به تولید محتواهای متنوع و تاثیرگذار ادامه می‌ دهد و امیدوار است در آینده‌ای نزدیک به یکی از بهترین منابع خبری در سطح جهانی تبدیل شود.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button