دونالد ټرمپ له د اسرائیلو له خوشې شویو یرغملو سره ولیدل: «تاسو نور یرغمل نه یاست، بلکې اتلان یاست»
فرحنوش رحیمي- واشنګټن- د منځني ختیځ د یرغمل نیونې د کړکېچ د پای ته رسولو لپاره د روانو دیپلوماتیکو هڅو په دوام، د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ نن په سپینه ماڼۍ کې له هغو اسرائیلي یرغملو سره ولیدل چې تازه د اسرائیل او حماس ترمنځ د بندیانو د تبادلې د توافق له مخې خوشې شوي دي.

په دې لیدنه کې، چې د یرغملو د کورنیو غړو هم ګډون درلود، ټرمپ په احساساتي خبرو کې هغوی ته وویل:
«تاسو نور یرغمل نه یاست؛ نن ورځ، تاسو اتلان یاست.»
دا لیدنه د هغه توافق په دوام ترسره شوه چې د امریکا او یو شمېر نورو نړیوالو منځګړو هېوادونو په هڅو رامنځته شوی و.
د دې توافق له مخې، ټول ژوندي اسرائیلي یرغمل چې له دوو کلونو زیات یې په غزه کې اسارت تېر کړی و، خوشې شول. په بدل کې، اسرائیل هم شاوخوا دوه زره فلسطیني بندیان خوشې کړل.
ټرمپ له دې وړاندې د خپل سفر پر مهال اسرائیل ته، دغه توافق «د جګړې ریښتینی پای» او د سیمې د تلپاتې سولې په لور یو مهم ګام بللی و.
ټرمپ یو ځل بیا د اسرائیل د امنیت په برخه کې د امریکا پر ژمنتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې هېواد به یې د خپلو متحدینو ترڅنګ د ترهګرۍ پر وړاندې ودریږي.
د یرغملو خوشې کېدل په اسرائیل کې له پراخ هرکلي سره مخ شول. زرګونه کسان د تلابیب په «د یرغملو میدان» کې راټول شول او دا بریا یې ولمانځله. اروپايي ټولنی هم دا توافق «د سولې په لور یو مهم ګام» بللی دی.
پای




