د ایران او امریکا هوکړه؛ د اوربند او سیمه ییز ثبات لپاره یو مهم ګام
سلما احمدزي- له اوږدو او خونړیو جګړیو وروسته، بالاخره د امریکا متحده ایالاتو او ایران د سولې او اوربند یوې مهمې هوکړې ته لاسرسی وموند. دا هوکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلونو شخړو او نښتو د پای ټکی ګڼل کېږي.

د باوري سرچینو له مخې، یاده هوکړه به راتلونکې جمعې په ورځ په سویس کې په رسمي ډول لاسلیک شي.
د هوکړې له مخې، د هرمز ستراتیژیک تنګی به بېرته پرانیستل شي، چې د تېلو او سوداګریزو کښتیو د تګ راتګ لپاره به یې لاره هواره کړي.
سربېره پر دې، په ایراني بندرونو او کښتیو باندې ترمخه لګېدلي ټول محدودیتونه به لیرې شي.
خو سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي، چې دغه هوکړه د مجبوریتونو پر اساس شوې ده او راتلونکی یې نازک ښکاري.
د سیاسي چارو شنونکی ښاغلی روح الله هوتک په دې اړه وویل:
«د ایران او امریکا ترمنځ توافق د مجبوریتونو پر بنسټ شوی دی.
امریکا جګړه په ډېرو لویو لګښتونو مخته وړله؛ ایران هم د زېرمې (تېلو او طبیعي ګاز) د نه کارولو اغېز لاندې راغلی و.
سیمه ییز او سوداګریز فشارونه داسې وو، چې داسې هوکړه اړینه وه.
خو د دې هوکړې د دوام لپاره حالات لا هم نازک دي.
دا هوکړه کولای شي د سیمې د بحران، تحول او ثبات لپاره اغېزمنه تمامه شي، خو په عملي کېدو یې ډېر انحصار د دواړو خواوو د ژمنتیا پر سر دی.»
بلخوا، بل سیاسي شنونکی ښاغلی محمد زلمي افغانیار پوپل ویژه روز ته وویل: «د راپورونو له مخې، د امریکایانو له خوا د تفاهمنامې په اړه بحث شوی دی.
راتلونکې به ښکاره شي چې دا تفاهمنامه په کوم محور دوام کوي.
تاریخ ته موږ ښه معلومه ده چې امریکایان په خپلو وعدو کې زیات نه ولاړېږي.
ایرانیان هم دا ټکی په نظر کې لري، کله چې دا تفاهمنامه په نړیوالو نهادونو کې لاسلیک شي، نو بیا به امریکایان اړ شي چې له هغې سرغړونه ونه کړي، ځکه چې نړیوال فشار به یو مهم عامل وي.»
دا تفاهم په داسې حال کې ترسره شوی، چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې اترې به په دویم پړاو کې دوام ومومي.
ملګرو ملتونو، قطر، برېټانیا، فرانسې، جرمني، ایټالیا او پاکستان د دې مهم پرمختګ هرکلی کړی دی.
د راپورونو له مخې، د ایران او امریکا ترمنځ په یادو تفاهمنامو کې ۱۴ مادې هوکړه شوې ده.
په وړاندیز شویو مادو کې لاندې مهم ټکي شامل دي:
۱. د اوربند ټینګښت او د جګړې د پای ته رسولو ژمنه؛
۲. پر ایراني تېلو باندې د بندیزونو لیرې کول؛
۳. د هرمز تنګي بیا پرانیستل؛
۴. د ایران د بیارغونې لپاره د ۳۰۰ میلیارده ډالرو مرستې پلان؛
۵. د ایران ژمنه چې اټومي وسلې به نه پراخوي؛
۶. د امریکا ژمنه چې په سیمه کې به خپل پوځي حضور زیات نه کړي؛
۷. د امریکا ژمنه چې پر ایران به نوي بندیزونه نه لګوي.
په پایله کې، دا هوکړه د سیمې لپاره یو مهم بدلون بلل کېږي، خو د هغه دوام او عملي کېدل د دواړو خواوو سیاسي ارادې او نړیوالو څارونکو پر څارنې پورې تړلي دي.
پایان




