د باکو په نړیواله غونډه کې د افغانستان ګډون
سلمااحمدزی- مطیع الحق خالص، د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې رییس، د باکو په نړیواله غونډه کې ګډون کړی دی. په دې غونډه کې به د افغانستان جدي چاپېریالي ننګونې لکه وچکالي، د هوا ککړتیا او ښاري کېدل د نړیوالو سازمانونو او استازو سره بحث او شریکې کړي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ویاند محب الله بهار وايي: «دیارلسم نړیوال ښاري فورم د آذربایجان په پلازمېنه باکو کې د ملګرو ملتونو د یو هبیتات او د آذربایجان د دولت له لوري په ګډه تنظیم شوی دی.
په دې فورم کې د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو ولسمشران، وزیران، د ښار جوړونې او چاپېریالي برخې متخصصین، نړیوال مالي بنسټونه، مرستندویه ادارې او د ښاري پراختیا اړوند زرګونه استازي ګډون لري.
په یاد فورم کې د افغانستان د اسلامي امارت په استازولۍ د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې عمومي رییس پلاوي ګډون کړی دی.»
محب الله بهار زیاته کړه: «د افغانستان پلاوي به په یاد غونډه کې په بېلابېلو تخنیکي او تخصصي غونډو کې د افغانستان د چاپېریالي وضعیت، د اقلیمي بدلون له امله رامنځته شوې ستونزې، وچکالي، د هوا ککړتیا، د ښاري چاپېریالي ننګونو او د دوامداره کارونو رامنځته کولو اړتیاوو په اړه د افغانستان لیدلوری د نړیوالو استازو او ادارو سره شریک کړي.
هغه اقدامات چې اسلامي امارت یې ترسره کړي دي، دوی ته به وړاندې کړي.
همدارنګه به د بېلابېلو مرستندویه بنسټونو، سازمانونو او بېلابېلو هېوادونو له استازو سره د چاپېریال ساتنې په برخه کې د اړیکو پر پراختیا، د تجربو په شریکولو او د چاپېریال ساتنې، ښاري پراختیا او د اقلیمي بدلون د ګډو همکاریو لپاره لیدنې ترسره کړي.»
همت شیرزي، د چاپېریال ساتنې چارو شنونکی، وايي: «سږکال افغانستان وکولای شول چې د باکو په نړیواله غونډه کې برخه واخلي.
د دې غونډې هدف دا دی چې هغه هېوادونه وپیژندل شي چې د اقلیم بدلون سبب شوي دي.
پرمختللي هېوادونه لکه امریکا، جاپان، چین او هند چې په لوړه کچه د ډبرو سکرو، تیلو، ګازو او نورو نه نوي کېدونکو سرچینو په ګټه اخیستنې سره د ګلخانه يي ګازونو لوړه کچه تولیدوي او د اقلیم بدلون لامل ګرځېدلي دي.
دوی د “شنه صندوق” په نامه یو صندوق جوړ کړی او په هماغه اندازه به پیسې ورته ورکوي.»
نوموړی زیاتوي: «افغانستان په ټوله نړۍ کې شپږم هېواد دی چې له اقلیمي بدلون څخه تر ټولو ډیر اغېزمن شوی دی.
دا غونډه د افغانستان لپاره ډېره ګټوره ده او په راتلونکي کې به لامل شي چې افغانستان پایدارۍ ته ولاړ شي.
موږ به وکولای شو په دې ډول غونډو کې خپل زیان منتیاوې شریکې کړو او د طبیعي سرچینو له پلوه به وکولای شو افغانستان پایدارۍ ته ورسوو.»
سید محمد سلیمانخیل، بل چاپېریالي شنونکی، په دې اړه وايي: «د باکو کنفرانس د افغانستان لپاره ډېر مهم دی، ځکه چې په بېلابېلو موضوعاتو بحث کېږي.
د غونډې یو له بحثونو څخه د افغانستان په اړه دا دی چې له ایران او پاکستان څخه روان راستنېدونکي کډوال چې ګڼ شمېر دي، څنګه مدیریت شي.
افغانستان کولای شي له داسې مجلسونو څخه په ښه توګه ګټه پورته کړي، ځکه هلته ډېر زیات هېوادونه شته چې کولای شي مالي، تخنیکي او علمي مرستې وکړي.
افغانستان کولای شي په دې ډول غونډو کې خپل حق غوښتنه او ستونزې بیان کړي، ځکه ډېری هېوادونه د افغانستان له ستونزو نه خبر نه دي.»
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د اقلیمي بدلونونو له امله ډېر زیانمن شوی دی.
وروستیو سیلابونو او ورښتونو له امله یې ډېر مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
د باکو نړیواله غونډه د افغانستان لپاره یو مهم فرصت دی ترڅو خپلې چاپېریالي ننګونې له نړیوالې ټولنې سره شریکې کړي، د اقلیم د بدلون د زیان منونکو هېوادونو په توګه خپل دریځ وړاندې کړي، او د مالي، تخنیکي او علمي مرستو د ترلاسه کولو لپاره اړینې اړیکې ټینګې کړي.
پای




