د خوړو د تولیداتو په برخه کې د ښځو فعاله ونډه
سلمااحمدزی- په دې وروستیو کې د خوړو په تولیداتو کې د ښځو فعاله ونډه نه یوازې په اقتصادي برخه کې مرسته کړې، بلکې د ښځو لپاره د کار او ځان بسیاینې زمینه یې هم برابره کړې ده. یادې ښځو د لومړنیو اسانتیاوو په کارولو سره دې فعالیت ته مخه کړې ده. ځینې هغه ښځې چې په دغه برخه کې فعالیت کوي، له "ویژه روز" سره په مرکه کې یې وویل چې دوی باید ملاتړ شي.

هما فرناس، له هغو ښځو څخه ده چې د خوړو په تولیداتو برخه کې فعالیت کوي. هغې “ویژه روز” ته وویل: «دوه کاله کېږي چې د خوړو پر تولیداتو کار کوم، لکه مربا، آچار، چټني، رب، د مرچو مصاله، خیار شور. یو شرکت مې جوړ کړی دی، چې یو شمېر ښځې هم په کې په کار بوختې دي.»
نوموړې زیاته کړه: «په ياده برخه کې له هغو نهادونو هيله لرم چې په دغه برخه کې سيمينارونه او ورکشاپونه برابر کړي او د توکو په برخه کې ټولګړې همکاري وکړي.»
لينا احمدزي هم یو له دغو ښځو څخه ده، هغې “ویژه روز” ته وویل: «نږدې یو کال کېږي چې د خوړو محصولاتو شرکت مې جوړ کړی دی.
موږ د خوړو تولید او پروسس کوو، لکه وچ ترکاری، مصاله جات، خوړو توکي او آچار.»
اغلې احمدزي زیاتوي: «په دغه برخه کې باید کاري فرصتونه، سيمينارونه، ورکشاپونه برابر شي او مالي برخه کې مرسته وکړي.»
قدسیه اماني، د خوړو د شرکت مالکه ده، هغې وویل:
«زه له څلورو کلونو راهیسې د خوړو په سکټور کې کار کوم.
د جامو، آچار او وچو مېوو په څېر محصولات تولیدوم، خو د بودیجې، سپانسرانو او ملاتړ کوونکو نشتوالی زموږ د فعالیتونو لپاره سترې ننګونې دي.»
رقیه انصار، یوه له سوداګرو ښځو ده چې له دریو کلونو راهیسې د خوړو په تولید سکټور کې کار کوي.
نوموړې وايي: «موږ د خوړو شرکت پیل کړ او زموږ هدف دا دی چې خلکو ته کیفیت لرونکي او صحي محصولات چمتو کړو، چې د کور جوړ شوي طبیعي آچار او مربا دي.»
اغلې انصار زیاتوي: «یوه ښځه کولی شي بریالیتوب ته ورسېږي، د کار زمینه برابره کړي او نورو ته یوه الګو شي.»
آصفه ستانکزي، د ښځو د حقونو فعاله او اقتصادي کارپوهه، “ویژه ورز” ته وویل: «ښځې د خوړو د تولید په سکټور کې خورا مهم او څو اړخیزه رول لوبوي.
د دغو ښځو شتون کولی شي تولیدات زیات، د محصولاتو کیفیت لوړ او په بازار کې تنوع راولي.
ډېری ښځې کولی شي د دودیزو مهارتونو په کارولو سره صحي محصولات تولید کړي.
په ياده برخه کې د ښځو فعالیتونه د دوی د اقتصادي پیاوړتیا، د کورنۍ د عاید د زیاتولو او د بېوزلۍ په کمولو کې مرسته کوي.
له بلې خوا، د ښځو فعال شتون کولی شي په ټولنه کې د دندو په رامنځته کولو او د دوی د ټولنیز رول په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.»
نوموړې د حکومت د برنامو په اړه د خوړو په تولیداتو کې د ښځو لپاره وویل: «حکومت کولی شي د ملاتړ پروګرامونو په ډیزاین او پلي کولو سره د ښځو د فعالیتونو د ودې لپاره زمینه برابره کړي.
په دې پروګرامونو کې د ځانګړو روزنو چمتو کول، کوچنیو پورونو او لومړنۍ پانګې ته لاسرسی، د پلور بازارونو او نندارتونونو جوړول، د کوچنیو او کورنیو سوداګرۍ ملاتړ کول، او د جوازونو د ترلاسه کولو پروسې اسانه کول شامل دي.»
د یادونې وړ ده چې د خوړو د تولید په سکټور کې د ښځو فعالیتونه کولی شي د کورنۍ په پیاوړتیا، د هېواد په اقتصاد او پراختیا کې د پام وړ رول ولوبوي.
حکومت باید د ښځینه متشبثینو ملاتړ وکړي چې پکې د ځانګړو روزنو، کوچنیو پورونو او لومړنۍ پانګې ته د لاسرسي چمتو کول، د پلور بازارونو رامنځته کول او د جوازونو د ترلاسه کولو پروسې اسانول شامل دي.
پای



