د ځنګلونو رول د هوا په پاکولو او د چاپېریال په ساتنه کې
سلما احمدزي- په وروستیو کلونو کې، د پرله پسې وچکالیو او د خلکو د اقتصادي ستونزو له امله، خلک د سونګ توکو په توګه د ځنګلونو له لرګیو څخه کار اخلي. دا په داسې حال کې ده چې د ځنګلونو شتون د هوا په پاکولو، د وچکالۍ مخنیوي او د چاپېریال د توازن په ساتنه کې بنسټیز رول لري.

حامد قازی زاده، د پنجشیر د رخې ولسوالۍ اوسېدونکی، په دې اړه وايي: «پنجشیر یوه غرنۍ سیمه ده او ځنګلونه پکې لږ دي. خو په دې وروستیو کې خلک په ځمکو او غرونو کې د ونو کرلو ته علاقمند شوي دي.
که چېرې په دغو سیمو کې ځنګلونه زیات شي، نو کولی شي چې د اوبو او هوا په پاکوالي کې مرسته وکړي او له وچکالۍ څخه مو وژغوري.»
حضرت شاه، د کابل ښار اوسېدونکی، وايي: «هرڅومره چې ځنګلونه زیات وي، هوا به همدومره پاکه وي، خلک باید په هر هغه ولایت کې چې ځمکه لري، ونې وکري.
همدارنګه په هغو غونډیو کې چې د اوبو چینې شتون لري، ونې وکرل شي ترڅو زموږ په هېواد کې د ځنګلونو شتون زیات شي.»
پلوشه احمدزاده، د کاپیسا د نجراب ولسوالۍ اوسېدونکې، وايي:
«د کاپیسا په نجراب ولسوالۍ کې د ونو د کرلو لپاره مناسبه ځمکه شتون لري.
که چېرې دا ځمکې په ځنګلونو وپوښل شي، نو کولی شي چې د چاپېریال په ښه کولو او د وچکالۍ په کمولو کې مهم رول ولوبوي.»
همت شیرزي، د چاپېریال ساتنې کارپوه، وايي: «ځنګلونه د چاپېریال یوه مهمه برخه ده. ځنګلونه کولی شي موږ سره د هوا په ښه کولو کې مرسته وکړي، ځکه چې ونې اکسیجن تولیدوي.
ویل کېږي چې یوه ونه کولی شي د ۱۸ کسانو لپاره اکسیجن چمتو کړي.
هرڅومره چې ځنګلونه ډېر وي، زموږ د هېواد اقلیم به هم پاک وي او د هوا ککړتیا به کمه شي.»
نوموړي زیاته کړه: «کله چې لمر وړانګې پرېوځي، ونې اوبه تبخیر کوي، اکسیجن زیاتوي او د هوا فشار کموي.
په هغو سیمو کې چې ځنګلونه ډېر وي، بارانونه هم ډېر وي. خو په هغو سیمو کې چې ځنګلونه نه وي، وچکالي زیاته وي.
ځنګلونه د زورورو بادونو مخه هم نیسي، د نباتاتو په زیاتولو سره د خاورې د تخریب مخه نیسي. د ونو ریښې خاوره پیاوړې کوي او د سېلابونو مخنیوی کوي.»
موږ هڅه وکړه چې د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې نظر په دې برخه کې ترلاسه کړو، خو له پرله پسې اړیکو سره سره، په دې کار کې بریالي نه شو.
ځنګلونه یو له مهمو طبیعي سرچینو څخه دي چې د هوا په پاکولو، د وچکالۍ په مخنیوي او د چاپېریال د توازن په ساتنه کې مهم رول لري.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کلونو کې، د تېلو د قیمت لوړېدو، د لرګیو د سونګ توکو په توګه کارولو، بېوزلۍ او اقلیمي بدلونونو له امله، ځنګلونه کم شوي دي.
نو ځکه، د دې طبیعي شتمنیو جدي پاملرنه او ساتنه په کلکه احساسېږي او ټولو اړوندو لورو ته په دې برخه کې جدي مسؤلیتونه پر غاړه دي.
پای




