د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د برېښنا په سکټور کې د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار
سلما احمدزي- د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ملا عبدالحق همکار، تاجکستان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د کاسا-۱۰۰۰ پروژې د چارو د پرمختګ، ننګونو او د پلي کېدو بهیر د ارزونې په موخه له (KEC) قراردادي شرکت له مسئولینو سره ګډه ناسته وکړه.

په دې ناسته کې د کاسا-۱۰۰۰ پروژې د چارو پر چټکتیا، د قراردادي شرکتونو د احتمالي ستونزو پر حل، او د تخنیکي همغږۍ او پر وخت د پروژې د چارو بشپړیدو لپاره د خپلو هڅو لا پیاوړي کولو ټینګار وشو.
قاري محمد صادق حق پرست، د برېښنا ریاست، ویاند وايي: «د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ملا عبدالحق همکار، د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه ښار کې د یاد هېواد د انرژي له وزیر سره د برېښنا په برخه کې د همکاریو پر پیاوړتیا او د کاسا-۱۰۰۰ پروژې د پرمختګونو او ننګونو په اړه وکتل.
ښاغلي همکار په دې ناسته کې د کاسا-۱۰۰۰ پروژې د چارو پر چټکتیا، د پروژې د پلي کوونکو قراردادي شرکتونو د احتمالي ستونزو پر حل، او د تخنیکي همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
نوموړي د کاسا-۱۰۰۰ پروژې د چارو د همغږۍ او چټکتیا هڅو په ډګر کې د تاجکستان د انرژي مسئولینو له هڅو څخه مننه وکړه.»
نوموړی زیاتوي چې د انرژي په سکټور کې ګډې هڅې او همغږي د سیمه ییز اقتصادي ودې او ثبات سره ښه مرسته کولای شي.
هم مهاله د تاجکستان د انرژي وزیر، د یادې پروژې ستراتیژیک اهمیت ته په اشارې سره وویل چې کاسا-۱۰۰۰ پروژه نه یوازې د سیمه ییز اتصال یو مهم ګام دی، بلکې د انرژي د تبادلې او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره هم یو بنسټیز فرصت برابروي.
نوموړي د دې پروژې د چارو په همغږۍ او چټکتیا کې د دوامداره هڅو او ملاتړ ډاډ څرګند کړ.
د یادونې وړ ده چې کاسا-۱۰۰۰ پروژه د مرکزي او جنوبي آسیا ترمنځ د برېښنا د لیږد ګډو همکاریو په لور یوه مهمه پروژه ده، چې عملي چارې یې په کور دننه د پام وړ پرمختګونه لري.
بلخوا، د اقتصادي چارو مبصرین وايي چې دغه سفرونه اقتصادي ګټې لري چې د وخت په تېرېدو سره به د شین، سور او ژېړ څراغ اقتصاد په شین څراغ بدل شي؛ هغه مهال چې مالي او اقتصادي تحریمونه د له منځه وړلو په حالت کې وي.
تاج محمد تلاش، د اقتصادي چارو مبصر، وايي: «د اوسنیو چارواکو سفرونه ګاونډیو هېوادونو ته قوي اقتصادي ګټې لري:
۱. د خصوصي سکتور ترمنځ تفاهمونه لاسلیک کېږي چې هغه اړتیاوې چې د افغانستان ملي اقتصاد ته ضرورت لري، هغه ته لومړیتوب ورکول کېږي او هغه ترسره کېږي چې موږ د اقتصاد له انزوا څخه وباسي.
۲. په وده ونکي اقتصاد کې د برېښنا، کرنې، ترانزیټ، ترانسپورټ، انرژي او اوبو په څېر بېلابېلو سکټورونو کې د دغه ډول سفرونو په ترڅ کې د تفاهم نامو زمینه برابریږي.
تفاهم نامې د وخت په تېرېدو سره په لنډمهاله او ستراتیژیک تړون بدلیږي، چې په هغه کې دواړه هېوادونه کولای شي د یو بل اقتصادي ملاتړ پراخ کړي.
۳. داسې سفرونه هوکړې رامنځته کوي چې دواړه حکومت او خصوصي سکتور پر پښو درولی شي او زموږ د بازارونو اړتیاوې تامین کړای شي.»
بل اقتصادي کارپوه رحیم الله مرجان، وايي: «کاسا-۱۰۰۰ پروژه د برېښنا د تولید هغه پروژه ده چې له تاجکستان نه پیلېږي، افغانستان ته راځي او له افغانستان نه پاکستان ته غځېږي.
له پیل نه تر پایه پورې ډېرې برخې یې د افغانستان په خاوره کې دي.
اقتصادي ګټه یې د افغانستان لپاره دا ده چې ټیکس یې افغانستان حکومت ته ورکول کېږي. بله ګټه یې دا ده چې افغانستان حکومت به هم له دې برېښنا څخه استفاده کوي.
د ساتنې او پاملرنې په برخه کې هم ګڼو افغانانو ته د کار زمینه برابریږي. د دې پروژې پیل د افغانستان لپاره یو حیاتي رول لوبوي.»
یاده شوې پروژه چې د افغانستان او تاجکستان د کاسا-۱۰۰۰ په نوم یادیږي، ویل کېږي چې دغه پروژه د افغانستان لپاره د پام وړ اقتصادي ګټې لري او کولای شي چې افغانانو ته د کار زمینه برابره کړي.
پای




