سیاسي

د ایران او امریکا دویم پړاو مذاکرات؛ اسلام آباد کې سخت امنیتي تدابیر او د سیمې لپاره احتمالي پایلې

سلمااحمدزی- د راپورونو له مخې، د ایران او امریکا تر منځ د دویم پړاو مذاکراتو د پیل له امله د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌آباد او راولپنډۍ کې د احتمالي ګواښونو په خاطر امنیتي تدابیر تر ټولو لوړې کچې ته رسول شوي دي.

د پاکستان امنیتي چارواکو ویلي چې د ۱۰ زره پولیسو او کومانډو ځواکونو ترڅنګ، نښه‌ ویشتونکي (سنائپرز) هم په حساسو ځایونو کې ځای پر ځای شوي دي.

۴۰۰ نوي امنیتي پوستې هم جوړې شوي دي او پر رسنیو یې ځیني محدودیتونه وضع کړي دي.

صفی الله عزیزي، د سیاسي چارو مبصر ویژه روز ته وايي: «د ایران او امریکا مذاکرات دوهم پړاو ته تګ په ځانګړي ډول د ایران د اټومي پروګرام له امله ډېر اساسي او مهم اغېزې لري.

که خبرې بریالۍ شي، د جګړې خطر کمیږي او په منځني ختیځ کې نسبي ثبات رامنځته کېږي.

که ناکامې شي، تاوتریخوالی او حتی احتمالي پوځي اقدام زیاتېږي.

د موافقې په صورت کې به پر ایران بندیزونه نرم شي، چې د ایران پر اقتصاد او د سیمې په بازارونو، په ځانګړي ډول د تیلو په بازار مثبت اغېز کوي.

که ناکامې شي نو اقتصادي فشارونه به زیات شي. دا مذاکرات د دواړو هېوادونو تر منځ د باوري کولو ازموینه ده. که پرمختګ وشي، راتلونکې همکارۍ ته لاره هواروي.»

نوموړی زیاتوي: «اصلي موضوع دا ده چې نړیواله ټولنه غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې ایران اټومي وسله نه جوړوي.

که موافقه وشي اندېښنه کمیږي، که نه، نو د سیمې نور هېوادونه هم ممکن د وسلو سیالۍ ته لاړ شي.

دا مذاکرات د ثبات دروازه پرانیزي یا نوی کړکیچ رامنځته کوي. ټوله خبره د باور او امتیازاتو پر سیاسي اراده پورې تړلې ده.

دا مذاکرات به هغه وخت بریالي شي چې دواړه خواوې قوي اراده ولري.»

بلخوا، روح الله هوتک، د سیاسي چارو بل مبصر وايي: «د دغو مذاکراتو په هکله ضد او نقیض راپورونه دي.

پاکستان په ډاګه کړې چې د مذاکراتو نېټه د دوی لپاره نه ده ټاکل شوې، او امریکا د دوشنبې په ورځ خپل پلاوي استول تایید کړي، چې پکې به هماغه (جي ډي وېنس)، سټي وېدکوف او جېک سولیوان شامل وي، او دا یې وروستی چانس بللی دی.

ایران بیا د دغه پړاو په اړه ټول راپورونه رد کړي دي.

د امریکا غوښتنې چې ایران باید بشپړه څرګندونه ولري، غیر منطقي بلل شوې.

امریکا د ایران د بندرونو محاصره کلکه کړې، د هرمز تنګي محدودیتونه نه مني. که خبرې هم وشي، ګټه به ونلري، ځکه لا هم پر ډېرو مهمو ټکو پریکړه نشي کېدای.

د اټومي وسایلو د تجهیزاتو او د یورانیم د بډاینې ستونزه د سیمې امنیت لویه مسله ده.

د لومړي پړاو بې پایلې کېدو سره اوربند رامنځته شو، که نازک دی. که دا مذاکرات پیل شي، د تمدید لپاره به خبرې وي، خو د بشپړ تړون امکان ډېر کم دی.

که خبرې پایله ونه لري، شاید تاوتریخوالی بیا پیل شي. راتلونکو ورځو کې به روښانه شي چې دا حالت څومره جدي دی.

په دې برخه کې د نظامي تیاریو اټکل کېږي، پاکستان او سعودي عربستان ممکن په احتمالي جګړه کې مداخله وکړي.

لویه ستونزه دا ده چې امریکا د لویې جګړې تیاري غواړي او ایران په داسې وضعیت باور نه شي کولای.»

اجمل زرمتی، د نړیوالو اړیکو مبصر وايي: «په دغو مذاکراتو کې به د اټومي پروګرام مخ بیولو بحث هم وشي.

په لومړي پړاو کې د امریکایانو ټینګار دا و چې کېدای شي هر بډای شوی یورانیم له ایران څخه وباسل شي، خو دې مهال باید ایرانی ډیپلوماټان اطمینان ورکړي چې اټومي پروګرام ځنډول کېږي، او په مقابل کې به یې ۲۷ یا ۲۸ میلیارده ډالره برخه خلاصېږي.

په ټوله کې تر اوسه باور نشته، بیاعتمادي شتون لري. خو هغه ډیپلوماسي چې په شالید کې روانه ده، جریان لري. کله چې مذاکرات پیل شي، په ډېرو مهمو موضوعاتو به بحث وشي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ایران او امریکا لومړی پړاو مذاکرات په پاکستان کې بېپایلې پای ته رسیدلي، خو دویم پړاو هم په پاکستان کې ترسره کېږي.

لا تر اوسه دقیقه نېټه یې نه ده معلومه، خو ویل کېږي چې په دغه پړاو کې به پر هغه لسو ټکو بحث وشي چې د ایران له خوا وړاندیز شوي وو.

دا بېساري امنیتي اقدامات داسې مهال نیول کېږي چې سیمه د ایران او امریکا تر منځ د مذاکراتو د ناڅرګند برخلیک له امله له امنیتي حساسیت سره مخ ده.

پای

 

WeezhaRoz

پروفایل رسانه‌ای روزنامه ویژه روز معرفی کلی روزنامه ویژه روز یک رسانه خبری معتبر است که در سال ۱۳۹۲ به عنوان یک رسانه چاپی در افغانستان آغاز به فعالیت نمود. این رسانه از آغاز فعالیت خود در بخش‌ های مختلف خبری، تحلیل، اقتصاد و سیاست به چاپ مقالات و گزارش‌ های جامع و تخصصی پرداخت. امروزه، روزنامه ویژه روز با استفاده از تکنولوژی‌ های نوین رسانه‌ای، به یکی از رسانه‌ های پیشرو در کشور تبدیل شده است که به صورت آنلاین و به سه زبان فارسی، پشتو و انگلیسی در سطح جهانی فعالیت می‌کند. سابقه و تحول روزنامه ویژه روز به عنوان یکی از رسانه‌ های تازه تأسیس در سال ۱۳۹۲، در بخش‌ های خبری و تحلیلی در قالب نشرات چاپی آغاز به کار کرد. از همان ابتدای فعالیت، این روزنامه با هدف ارتقاء سطح آگاهی عمومی و ارائه تحلیل‌ های دقیق و مستند در زمینه‌ های مختلف خبری، اقتصادی، و سیاسی در جامعه افغانستان شروع به کار کرد. با توجه به رشد روزافزون فناوری‌ های ارتباطی و تغییر نیازهای مخاطبان، روزنامه ویژه روز به سرعت از قالب چاپی به فضای آنلاین منتقل شد. این رسانه اکنون به صورت دیجیتال و با پوشش جهانی، اخبار و تحلیل‌ ها را به مخاطبان خود در داخل و خارج از افغانستان ارائه می‌دهد. هدف و چشم‌انداز هدف روزنامه ویژه روز فراهم آوردن اطلاعات دقیق، تحلیل‌ های عمیق و اخبار به‌ روز برای مخاطبان است تا بتواند نقش مؤثری در ارتقاء سطح آگاهی عمومی، بهبود فرآیند تصمیم‌ گیری، و تقویت نهادهای دموکراتیک در افغانستان ایفا کند. این رسانه به دنبال ایجاد یک فضای خبری آزاد و شفاف است که در آن حقایق به دور از هرگونه تعصب و فشار سیاسی منتشر شوند. چشم‌انداز ویژه روز، تبدیل شدن به یک منبع معتبر و قابل اعتماد در زمینه‌ های مختلف اخبار داخلی و جهانی است. رسانه‌ای که بتواند با خبرنگاران و کارشناسان حرفه‌ای خود اخبار و تحلیل‌ های مبتنی بر واقعیت را در اختیار مخاطبان قرار دهد. ویژگی‌های متمایز 1. پوشش جهانی: ویژه روز به سه زبان فارسی، پشتو و انگلیسی فعالیت می‌کند و مخاطبان خود را در سطح جهانی پوشش می‌دهد. 2. پرسونل حرفه‌ای و مسلکی: روزنامه ویژه روز با تیمی از خبرنگاران، تحلیلگران و کارشناسان حرفه‌ای و با تجربه به تولید محتوا می‌ پردازد که از اعتبار و دقت بالایی برخوردار است. 3. نشر آنلاین: به دلیل تغییرات در دنیای رسانه‌ای و نیاز به سرعت در انتقال اخبار، روزنامه ویژه روز اکنون به صورت آنلاین منتشر می‌شود و دسترسی آسان به اخبار و تحلیل‌ ها را برای مخاطبان در هر نقطه از جهان فراهم می‌ میکند. 4. تحلیل‌های عمقی و جامع: این رسانه علاوه بر ارائه اخبار روز، تحلیل‌های دقیق و بررسی‌ های جامع در حوزه‌ های مختلف از جمله سیاست، اقتصاد، فرهنگ و جامعه را نیز در دستور کار خود دارد. حوزه‌ های پوشش‌دهی - اخبار داخلی و بین‌المللی: پوشش اخبار سیاسی، اقتصادی، اجتماعی و فرهنگی از افغانستان و دیگر نقاط جهان. - تحلیل‌ های سیاسی و اقتصادی: تحلیل‌ های عمیق و شفاف از تحولات داخلی و جهانی و تأثیرات آن بر افغانستان. - گزارش‌ های ویژه: ارائه گزارش‌ های ویژه و تحقیقی در زمینه‌ های مختلف اجتماعی و اقتصادی کشور. نتیجه‌گیری روزنامه ویژه روز هم‌ اکنون به یکی از منابع مهم خبری آنلاین برای مخاطبان داخل و خارج از افغانستان تبدیل شده است. این رسانه با هدف تقویت جریان آزاد اطلاعات و آگاهی بخشی به جامعه، همچنان به تولید محتواهای متنوع و تاثیرگذار ادامه می‌ دهد و امیدوار است در آینده‌ای نزدیک به یکی از بهترین منابع خبری در سطح جهانی تبدیل شود.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button