سیاسي

کابل د افغانستان او منځنۍ اسیا د مشورتي غونډې کوربه توب کوي، مبصرین: په افغانستان کې د دې خبرو اترو ترسره کول د هېواد په ګټه دي

لیکوال، شازیه کلانترزاده- ژباړونکی، سلما احمدزی- ټاکل شوې ده چې د افغانستان او منځنۍ اسیا د هېوادونو ترمنځ مشورتي غونډه نن یکشنبه په کابل کې ترسره شي. دا غونډه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په نوښت ترسره کیږي. د سیاسي، اقتصادي او نړیوالو اړیکو مبصرین په دې باور دي چې په افغانستان کې د دې غونډې ترسره کول کولی شي د هېواد لپاره مهمې لاسته راوړنې ولري.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په خپل ایکس پاڼه کې په یوه بیان کې لیکلي چې د افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ مشورتي غونډه به نن په کابل کې ترسره شي.

هغه ویلي چې دا غونډه به د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په مشرۍ ترسره شي او د افغانستان، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان، قزاقستان او قرغزستان لوړ پوړي استازي به پکې ګډون وکړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې غونډه کې به د سیاسي، اقتصادي او امنیتي مسلو، او همدارنګه د سیمه ییزې همکارۍ، سوداګرۍ پراختیا او ټرانزیټ په اړه بحث وشي.

د سیاسي چارو شنونکي عزیز ستانکزي ویژه روز ته ویلي: “په افغانستان کې د سیاسي، اقتصادي او امنیتي مسلو په اړه له نورو هېوادونو سره هر ډول خبرې اترې د افغانستان په ګټه دي.

که څه هم افغانستان په بشپړ ډول انزوا کې نه دی، خو دا غونډې کولی شي د سیمې او له نورو هېوادونو سره د افغانستان اړیکې ښې کړي.

له همدې امله، په افغانستان کې د منځنۍ اسیا د سرمشریزې ترسره کول خورا ګټور دي او د افغانستان د راتلونکي لپاره یوه ښه ژمنه ده.

دا خبرې اترې کولی شي د سیمې له هېوادونو (په ځانګړي توګه منځنۍ اسیا) سره د افغانستان اړیکې په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې پیاوړې کړي او د نورو همکاریو لپاره زمینه برابره کړي، په دې شرط چې دا پروسه دوام ومومي او د ملي پایلو سره مل وي.”

د نړیوالو اړیکو کارپوهه برنا صالحي ویلي: “دا غونډه کولی شي د افغانستان احتمالي انزوا کمه کړي، ځکه چې دا د خبرو اترو په دوام او متقابل باور رامنځته کولو کې مرسته کوي.

د سیاسي اړخونو سره سره، اقتصادي مسلې هم د غونډې اصلي تمرکز دی.”

د اقتصاد چارو مبصر عبدالناصر رشتیا ویژه روز ته ویلي: “افغانستان په جیوپولیتیک ډول په داسې یوه نقطه کې دی چې کولی شي د سویلي اسیا او منځنۍ اسیا د هېوادونو ترمنځ د پل په توګه رول ولوبوي.

له بلې خوا، د منځنۍ اسیا هېوادونه لیواله دي چې د افغانستان له لارې د سویلي اسیا ګرمو اوبو او بازارونو سره وصل شي.

دا ډول غونډې کولی شي د افغانستان او منځنۍ اسیا د هېوادونو ترمنځ د لا ښه پوهاوي لپاره اساس چمتو کړي.”

نوموړی زیاتوي: “افغانستان کولی شي د منځنۍ اسیا له هېوادونو او روسیې سره د ټرانزیټ له لارې او د ترکمنستان او ترکیې له لارې اروپا سره وصل شي، چې د افغانستان لپاره یو ډېر ښه فرصت دی.

په دې غونډه کې، افغان حکومت کولی شي د ویزې ستونزې، د ټرانزیټ خنډونه او د منځنۍ اسیا د هېوادونو بازارونو ته د لاسرسي نشتوالی په څېر ستونزې مطرح کړي.”

د افغانستان او منځنۍ اسیا د هېوادونو ترمنځ مشورتي خبرې اترې یوه مهمه ډیپلوماتیکه غونډه ده چې افغانستان، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان، قزاقستان او قرغزستان پکې ګډون کوي.

په کابل کې غونډه، د پخوانیو غونډو په پرتله چې ډېری وختونه په ګاونډیو هېوادونو کې ترسره کېدې، د شنونکو له خوا د ډیپلوماتیک پېژندلو او په سیمه ییزو معادلاتو کې د افغانستان د مرکزي رول پیاوړتیا په لور د مثبت ګام په توګه لیدل کیږي.

د افغانستان او منځنۍ اسیا مشورتي فورم په کابل کې پیلېږي، ځکه چې مبصرین په دې باور دي چې د فورم له تشریفاتو بهر او عملي اقتصادي او امنیتي همکاریو ته لیږدول کولی شي د افغانستان سیاسي انزوا کم کړي، دوامداره ټرانزیټ رامنځته کړي، پانګه اچونه راجلب کړي او سیمه ییز ثبات پیاوړی کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د دې خبرو اترو دوام او د شویو ژمنو پوره کول به د افغانستان لپاره د راتلونکو فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې اصلي شرط وي.

پای

WeezhaRoz

پروفایل رسانه‌ای روزنامه ویژه روز معرفی کلی روزنامه ویژه روز یک رسانه خبری معتبر است که در سال ۱۳۹۲ به عنوان یک رسانه چاپی در افغانستان آغاز به فعالیت نمود. این رسانه از آغاز فعالیت خود در بخش‌ های مختلف خبری، تحلیل، اقتصاد و سیاست به چاپ مقالات و گزارش‌ های جامع و تخصصی پرداخت. امروزه، روزنامه ویژه روز با استفاده از تکنولوژی‌ های نوین رسانه‌ای، به یکی از رسانه‌ های پیشرو در کشور تبدیل شده است که به صورت آنلاین و به سه زبان فارسی، پشتو و انگلیسی در سطح جهانی فعالیت می‌کند. سابقه و تحول روزنامه ویژه روز به عنوان یکی از رسانه‌ های تازه تأسیس در سال ۱۳۹۲، در بخش‌ های خبری و تحلیلی در قالب نشرات چاپی آغاز به کار کرد. از همان ابتدای فعالیت، این روزنامه با هدف ارتقاء سطح آگاهی عمومی و ارائه تحلیل‌ های دقیق و مستند در زمینه‌ های مختلف خبری، اقتصادی، و سیاسی در جامعه افغانستان شروع به کار کرد. با توجه به رشد روزافزون فناوری‌ های ارتباطی و تغییر نیازهای مخاطبان، روزنامه ویژه روز به سرعت از قالب چاپی به فضای آنلاین منتقل شد. این رسانه اکنون به صورت دیجیتال و با پوشش جهانی، اخبار و تحلیل‌ ها را به مخاطبان خود در داخل و خارج از افغانستان ارائه می‌دهد. هدف و چشم‌انداز هدف روزنامه ویژه روز فراهم آوردن اطلاعات دقیق، تحلیل‌ های عمیق و اخبار به‌ روز برای مخاطبان است تا بتواند نقش مؤثری در ارتقاء سطح آگاهی عمومی، بهبود فرآیند تصمیم‌ گیری، و تقویت نهادهای دموکراتیک در افغانستان ایفا کند. این رسانه به دنبال ایجاد یک فضای خبری آزاد و شفاف است که در آن حقایق به دور از هرگونه تعصب و فشار سیاسی منتشر شوند. چشم‌انداز ویژه روز، تبدیل شدن به یک منبع معتبر و قابل اعتماد در زمینه‌ های مختلف اخبار داخلی و جهانی است. رسانه‌ای که بتواند با خبرنگاران و کارشناسان حرفه‌ای خود اخبار و تحلیل‌ های مبتنی بر واقعیت را در اختیار مخاطبان قرار دهد. ویژگی‌های متمایز 1. پوشش جهانی: ویژه روز به سه زبان فارسی، پشتو و انگلیسی فعالیت می‌کند و مخاطبان خود را در سطح جهانی پوشش می‌دهد. 2. پرسونل حرفه‌ای و مسلکی: روزنامه ویژه روز با تیمی از خبرنگاران، تحلیلگران و کارشناسان حرفه‌ای و با تجربه به تولید محتوا می‌ پردازد که از اعتبار و دقت بالایی برخوردار است. 3. نشر آنلاین: به دلیل تغییرات در دنیای رسانه‌ای و نیاز به سرعت در انتقال اخبار، روزنامه ویژه روز اکنون به صورت آنلاین منتشر می‌شود و دسترسی آسان به اخبار و تحلیل‌ ها را برای مخاطبان در هر نقطه از جهان فراهم می‌ میکند. 4. تحلیل‌های عمقی و جامع: این رسانه علاوه بر ارائه اخبار روز، تحلیل‌های دقیق و بررسی‌ های جامع در حوزه‌ های مختلف از جمله سیاست، اقتصاد، فرهنگ و جامعه را نیز در دستور کار خود دارد. حوزه‌ های پوشش‌دهی - اخبار داخلی و بین‌المللی: پوشش اخبار سیاسی، اقتصادی، اجتماعی و فرهنگی از افغانستان و دیگر نقاط جهان. - تحلیل‌ های سیاسی و اقتصادی: تحلیل‌ های عمیق و شفاف از تحولات داخلی و جهانی و تأثیرات آن بر افغانستان. - گزارش‌ های ویژه: ارائه گزارش‌ های ویژه و تحقیقی در زمینه‌ های مختلف اجتماعی و اقتصادی کشور. نتیجه‌گیری روزنامه ویژه روز هم‌ اکنون به یکی از منابع مهم خبری آنلاین برای مخاطبان داخل و خارج از افغانستان تبدیل شده است. این رسانه با هدف تقویت جریان آزاد اطلاعات و آگاهی بخشی به جامعه، همچنان به تولید محتواهای متنوع و تاثیرگذار ادامه می‌ دهد و امیدوار است در آینده‌ای نزدیک به یکی از بهترین منابع خبری در سطح جهانی تبدیل شود.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button