خبرونه
مجاهد: له افغان خاورې څخه پر نورو هېڅ ګواښ نه پېښېږي
فوزیه صدیقي – د افغانستان د ملي دفاع وزیر، مولوي محمد یعقوب مجاهد، د سلواغې د ۲۶مې د لمانځلو په ځانګړو مراسمو کې وینا وکړه او د ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو ته یې په خطاب کې وویل چې په افغانستان کې موجود نظام د هغوی پر وړاندې هېڅ ډول بد نیت نه لري.

نوموړي ټینګار وکړ چې افغانستان هېڅکله اجازه نه ورکوي چې له دې خاورې څخه پر نورو هېوادونو ګواښ رامنځته شي.
هغه زیاته کړه چې په دې برخه کې د بهرنیو مرستو اړتیا نشته؛ یوازې دا بس ده چې نور هېوادونه ستونزې رامنځته نه کړي، پلمې و نه لټوي او د بېلابېلو نومونو لاندې د افغانستان د بدنامولو هڅه ونه کړي.
مجاهد په خپلو خبرو کې وویل چې باید داسې تاریخ پرېږدو چې راتلونکي نسلونه پرې وویاړي.
هغه د خپلواکۍ، ملي عزت او د هر ډول بهرني لاسوهنې د مخنیوي پر اړتیا ټینګار وکړ.
دغه دریځ د ارتش سرخ د ماتې د کلیزې په مراسمو کې څرګند شو او یو ځل بیا د افغانستان پر رسمي سیاست ټینګار وشو چې له افغان خاورې څخه پر نورو هېڅ ګواښ نه پېښېږي او د ملي خپلواکۍ ساتنه د ټولو افغانانو دنده ده.
پای




