اوکراین او فرانسه تاریخي دفاعي توافق لاسلیک کړ؛ تر ۲۰۳۵ پورې د ۱۰۰ رافال جنګي الوتکو پېر
په یوه تاریخي شېبه کې، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي او د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون د پاریس ښار ته نږدې د ویلاکوبله هوایي اډې په مراسمو کې د دفاعي تجهیزاتو د همکاریو سند لاسلیک کړ.

د توافق جزئیات:
– اوکراین به تر ۲۰۳۵ کال پورې ۱۰۰ څو منظوره رافال F4 جنګي الوتکې له فرانسې څخه ترلاسه کړي.
– دا قرارداد همداراز د هوايي دفاع سیستمونه SAMP/T، دفاعي رادارونه، هوا-هوا توغندي او هوايي بمونه هم شاملوي.
– دا د اوکراین په تاریخ کې تر ټولو لوی هوايي تجهیزاتي قرارداد بلل کېږي، چې د دې هېواد د هوایي ځواک د لس کلن ستراتیژیک پلان برخه ده.
ګډې صنعتي پروژې:
– د دواړو هېوادونو دفاعي صنعتونه به له روان کال څخه ګډې پروژې پیل کړي.
– فرانسه او اوکراین به د رهګیر ډرونونو ګډ تولید ته مخه کړي.
– د هغو مهمو ټکنالوژیو او پرزو پراختیا به هم ترسره شي، چې په اوکرایني ډرونونو کې مدغمېدای شي.
ولودیمیر زلنسکي د توافق په مراسمو کې وویل: «نوې الوتکې، نوې تقویې، او نوې ګامونه د پوځ او هېواد د پیاوړتیا لپاره. زه له فرانسې، ولسمشر مکرون او د فرانسې له خلکو ژوره مننه کوم.»
دا توافق په داسې حال کې ترسره شوی چې اوکراین لا هم د روسیې له خوا د توغندیو او ډرون بریدونو سره مخ دی، او د دفاعي ظرفیتونو پیاوړتیا ورته حیاتي اړتیا ده.
پای




