خبرونه
افغانستان، انگلستان ته په کرکټ جام کې ماتې ورکړه
د افغانستان ملي کرکټ ټیم په دوهمه هیجان انګیزه لوبه کې د کرکټ جام سیالیو کې انګلستان ته د ۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

ویژه روز-کابل-په دې لوبه کې، ابراهیم زدران د خپلې سترې او غوره لوبې سره تاریخي لاسته راوړنه وکړه. هغه په ۱۴۶ توپونو کې ۱۷۷ منډې وکړې چې د افغانستان د ټیم د بریا لپاره یې ټاکونکی رول ولوباوه.
دغه ځانګړې لاسته راوړنه د ابراهیم زدران له لوري نړیوالو کرکټ مینه والو ته ځانګړې پام راواړاوه.
دا ستره بریا د افغانستان د کرکټ ټیم لپاره د لا زیاتې هڅونې او باور سبب شوه او د هیواد د کرکټ تاریخ کې یې یوه مهمه لحظه ثبت کړه.
ویژه روز