لوګر ولایت کې د سرخاب بند او چکډمونو د پروژو ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
د لوګر ولایت په سرخاب بند او دوه چکډمونو د ساتنې او پاملرنې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د دغو پروژو ګټې ته د سپارلو مراسم د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور، د لوګر والي شیخ ضیا الرحمن مدني، سیمه ایزو مسؤلینو، د وزارت د یو شمېر رئیسانو او د سیمې د ګڼ شمېر اوسېدونکو په حضور کې ترسره شول.

ویژه روز-لوګر-ملا عبداللطیف منصور د دغه مراسمو په ترڅ کې وویل، چې اسلامي امارت د هېواد د آبادۍ او پرمختګ لپاره هڅې کوي او په درېو کلونو کې یې د مختلفو پروژو له لارې په هېواد کې پراختیا رامنځته کړې ده.
هغه زیاته کړه، چې د اوبو او انرژۍ وزارت به خپلې هڅې دوامداره کړي ترڅو د هېواد طبیعي سرچینې په سمه توګه وکارول شي.
د لوګر والي شیخ ضیا الرحمن مدني وویل، چې د دغو پروژو تطبیق به په کرنه او د خلکو اقتصاد کې لوی بدلون راولي. هغه همدارنګه د سیمې خلکو ته په کار وړاندیز وکړ چې د دغه بند او چکډمونو د ساتنې په برخه کې همکار شي.
د اوبو او انرژۍ وزارت یو شمېر مسؤلینو د پروژو د کیفیت او ارزښت په اړه معلومات ورکړل او د اوبو مدیریت ته د دغو پروژو پلي کول یو مثبت ګام وګڼل.
د سرخاب بند د ساتنې او پاملرنې پروژه چې ۱۱ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی، د اوبو او انرژۍ وزارت لخوا پلې شوې.
دغه بند د ۹ میلیون متره مکعب اوبو زېرمه کولو وړتیا لري او د ۳ زره هکتاره کرنیزې ځمکې لپاره اوبه برابروي، چې په مستقیم او غیر مستقیم ډول ۹ زره کورنۍ ورڅخه ګټه اخلي.
په ورته ډول، دوه چکډمونه چې ۵ میلیونه افغانۍ لګښت پرې شوی، د ۱۶ زره متره مکعب اوبو زېرمه کولو وړتیا لري.
دا پروژې د اوبو منابعو د ښه مدیریت او د سیمې د خلکو د ژوند د شرایطو د ښه والي په برخه کې مهم ګامونه دي.
ویژه روز