خبرونه
د کورنیو چارو وزارت ویاند: خلاف لاس موټرو ته پلیټ نه ورکول کیږي، اشترینګ بدلون لا عملي شوی نه دی
کابل – د کورنیو چارو وزارت ویاند مولوي عبدالمتین قانع رسنیو ته ویلي، چې له نن وروسته به په افغانستان کې د پاکستان لاس (ښي لاس) موټرو ته هیڅ ډول رسمي پلیټ نه ورکول کیږي.

ښاغلي قانع زیاته کړه، چې هغه خلاف لاس موټر چې تر دې مخکې یې په کابل ښار کې د تګ راتګ اجازه درلوده، هغه به هم له پلازمېنې څخه وباسل شي.
نوموړي د اشترینګ (افغانۍ) د بدلولو په اړه وویل، چې د دې موضوع په اړه د څو اړوندو ارګانونو ترمنځ خبرې دوام لري، خو تر اوسه پورې وروستۍ نه دي شوي او نه دي پلې شوي.
دغه اقدام د هغو موټرو پر وړاندې چې سټیرنګ یې ښي خوا ته وي، د حکومت د مخکیني پلي شوي بندیز پر دوام بلل کیږي.
تر دې وړاندې هم د کورنیو چارو وزارت داسې موټرو ته د پلیټ ورکولو او د هغوی د ثبتولو مخنیوی کړی وو.»
پای




