«د ښځو ونډه په ټولنه کی او د کورنیو همکاری له دوی سره»
سلمااحمدزی- د ټولنی ډیره برخه ښځی جوړوی، ښځه کولی شی یو نسل باسواد او یا هم بیسواده کړی. ارواپوهان وایی که له ښځو څخه ملاتړ ونشی، نو په ټولنه او کورنیو کی د تاوتریخوالي لامل ګرځی. په ورته وخت کی بیا ځینی ښځينه وایی چی د کورنی او ټولنی ملاتړ کولی شی چی دوی په سمه توګه خپل اولادونو او ټولنی ته خدمت وکړی.

ډاکټر سحر محمدي وايي: «د ښځو رول په کورنی کی د اولادونو سالم تربیه کړی، د دیني، اخلاقی، درسي له پلوه دوی سره مرسته وکړی او دوی ته د ټولنی پر وړاندی اخلاقي درسونه ورکړی.
زده کړی ته باید د ښځو لاسرسی آسانه شی، د کورنی همکاری مهم رول لوبولی شی، کاری فرصتونه باید دوی ته برابر شی، او د کورنی لخوا دوی باید وستایل شی او هر اړخیزه همکاری خپلو لوڼو سره ولری.»
د کابل ښار اوسیدونکی نبیله سدات وایی: «د ښځو پرمختګ لپاره مهم اړتیاوی د فرصتونو او د زده کړی محیط برابرول دی. او ښځی باید د اقتصادی استقلالیت او ټولنیز اړخونو څخه هم حمایت شی.»
سرمعلم زیغون رشیدی وایی: «یو بریالی ښځه کولی شی چی بی ساری تأثیرات په یوه ټولنه کی ولری. مثال په توګه که یو پلار په کورنی کی بیسواده وی، نو کوم مهم تاثیر په اولادونو نشی اچولی.
که یوه مور با سواده وی، هم د باندی کار او هم خپل اولادونه په ښه ډول روزلی شی او په علمي او ورځنيو فعالیتونو کی له خپلو اولادونو سره مرسته وکړی.
خو که یوه مور بي سواده وی، نو د اولادونو راتلونکي یی هم تیاره وی او له هر څه بی برخی کیږی، ځکه چی لومړنی معلم مور ده.»
ارواپوه سباوون عزیزی وای: «د ښځو ملاتړ په یو کورنی کی ډیر اړین دی، که یوه ښځه د روحی روانی له پلوه ملاتړ شی، نو دوی له ژور خپګان، اضطراب، استرس څخه لری پاتی کیږی.
نو موږ باید خپل ملاتړ په هره برخه کی له میندو او میرمنو څخه اعلان کړو.
نارینه که اته ساعته کار کوی، خو ښځی ۲۴ ساعته کار کوی او هغوی د فشار لاندي دی، موږ باید د مالی، فزیکی، روحي او روانی له پلوه د هغوی ملاتړ وکړو.»
نوموړی زیاته کړه: «مور یواځی د ماشومانو د تربيت مسؤلیت نلری. پلار هم باید په دغه برخه کې خپل مسولیت ادا کړی.
او که چیری د دوی ملاتړ ونشي، نو بیا تاوتریخوالی زیاتیږي، شخړی، جنګونه، جنجالونه، وهل، ټکول او حتا ځان وژني په کورنیو کی رامنځته کیږي.
نو باید له خویندو او میندو سره هر اړخیزه همکاری ولرو.»
دا په داسی حال کی ده چی په افغانستان کی ډیری کورنی له خپلو خویندو، میندو او ښځو سره همکاری نلری.
ډیری یی حتا له میراث، تعلیم او نورو برخو څخه ویستلی دی.
نو کورنی باید دوی سره همکاری ولری ترڅو یو نسل لوړ کړی شی چی هیواد هم د پرمختګ (بساینې) په لور ولاړ شی.
پایان




