خبرونه
د سېلابونو راوتلو له امله په پنجشېر، پروان او پکتیا ولایتونو کې یو شمېر لارې په موقتي ډول د ترافیکو پر مخ تړل شوې
فوزیه صدیقی- د سختو بارانونو او سېلابونو د راوتلو له امله، د پنجشېر ولایت د درې ولسوالۍ لاره، د پکتیا ولایت د ګردېز–خوست، پکتیا–ګردېز او احمدخېل ولسوالۍ لارې، د کابل - ګردیز لویه لار د سټو کنډو په سیمه کې، او همدارنګه د پروان ولایت اړوند د پروان–بامیان لویه لار په موقتي ډول د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د ټولګټو وزارت وایی؛ دغه راز د کابل–جلال آباد لاره هم د سېلابونو له امله تړل شوې وه، چې د اړوند د ټولګټو ریاست پرسونل او ماشینرۍ په هلوځلو پاکه شوه او بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه، او اوسمهال په دغه لاره د وسایطو تګ راتګ روان دی.
د یادونې وړ ده، چې د ټولګټو وزارت عملیاتي پرسونل په ټولو تړل شویو سیمو کې حضور لري، د لارو د پاکولو چارې یې پیل کړې دي او هڅه کوي چې تړل شوي مسیرونه ژر تر ژره بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیزي.
د ټولګټو وزارت، ټولو ولایتي ریاستونو ته لارښوونه کړې ده، چې د بارانونو او سېلابونو د راوتلو پر مهال بشپړ چمتووالی ولري، د تړل شویو لارو او مسیرونو د پاکولو او ژر تر ژره بېرته پرانیستلو لپاره لازم تدابیر ونیسي، ترڅو هېوادوال د تګ راتګ پر مهال له ستونزو سره مخ نه شي.
پای




