د ایران له لورې پر اسرائیلو توغندي بریدونه؛ د سیاسي چارو شنونکي د سیمه ییزو اغیزو تحلیل کوي
سلمااحمدزی- د ایران سپاه پاسداران ویلي چې د اسرائیلو پر ضد یې د «نصر» عملیات ترسره کړي. په دې عملیاتو کې د اسرائیلو د ملي امنیت د وزیر ایتمار بن گویر استوګنځی، او همدارنګه د نواتیم او تلنوف ستراتیژیکې هوايي اډې په نښه شوي. سپاه پاسداران ټینګار کړی چې دا بریدونه په ایران کې پر دریو بېلابېلو سیمو د اسرائیلو د تېرو بریدونو په ځواب کې شوي.

روح الله هوتک، د سیاسي چارو شنونکی، وویل: «ایران د اسرائیلو پر وړاندې خپله د مقاومت محور ستراتیژي دوامداره ساتي.
هغه د خپل نیابتي ځواکونو لکه حزب الله، حوثیانو او بالستیک توغندیو پر تکیه غواړي چې اسرائیلو ته اقتصادي ضربه ورسوي او خپل سیمه ییز نفوذ وساتي.
خو په ورته وخت کې له بشپړې جګړې ډډه کوي.
دا بریدونه په ټوله کې ځوابي او محدود دي، چې د اسرائیلو د بریدونو پر وړاندې د داخلي او سیمه ییز اعتبار لپاره ترسره کېږي.
که څه هم د ایران دفاعي او توغندیز پروګرامونه د اسرائیلو او امریکا په تکراري بریدونو کې کمزوري شوي، خو پر سینې باندې پراخه جګړه د لبنان، یمن او نورو جبهو سره تړاو لري.»
هوتک زیاته کړه: «دا حالت د تیلو او ګازو د بیو لوړوالي، د سمندري لارو ناامنۍ او د عربي هېوادونو له اسرائیلو سره د همکارۍ لامل ګرځي.
په پایله کې اسرائیلو ته د مخکې تلو او دفاعي برتري د ساتلو لپاره بهانه ورکوي.
که جګړه پراخه شي، ایران ممکن خپل نیابتي ځواکونه نور هم فعال کړي.
اوسمهال د دواړو خواوو پالیسي د کنټرول شوي تاوتریخوالي په لور روانه ده، ترڅو بشپړه سیمه یزه جګړه رامنځته نشي.
په ټوله کې دا وضعیت د اسرائیلو لپاره هڅونه ده.»
محمد زلمي افغانیار پوپل، د سیاسي چارو بل شنونکی، ویژه روز ته وویل: «د دې تقابلاتو د دوام لپاره یوازې د خبرو اترو له لارې حل موندل کېږي.
دا چې ایرانیانو پر اسرائیلو توغندي بریدونه کړي، دا بریدونه بازدارونکي (د مخنیوي) دي.
که چېرې اسرائیل غواړي چې بریدونه ودرول شي، نو باید په پام کې ولرو چې په تېرو څو میاشتو کې اسرائیلو هغه بریدونه چې پر ایران یې کړي، د امریکایانو په ملاتړ یې ډېر زیانونه اړولي دي.»
په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ته خبرداری ورکړی چې د تاوتریخوالي د دوام په صورت کې به اسرائیل د ایران پر وړاندې یوازې پاتې شي.
د اسرائیلو ۱۲ چینل خبر ورکړی چې ټرمپ په پرله پسې توګه له نتنیاهو غوښتي چې په خپلو کړنو کې احتیاط وکړي او د ایران پر وړاندې د غچ اخیستو له بریدونو ډډه وکړي، که نه نو د امریکا له ملاتړه به بې برخې شي.
د شنونکو په اند، ایران هڅه کوي چې د کنټرول شوي تاوتریخوالي له لارې خپل سیمه ییز دریځ وساتي او له پراخې جګړې ډډه وکړي.
له بل پلوه، اسرائیل غواړي چې خپل نظامي برتری وساتي، خو امریکا ورته د غچ اخیستونکو بریدونو پر وړاندې خبرداری ورکړی.
داسې ښکاري چې اوسمهال د سیمې ثبات د دوو خواوو تر منځ د ډیپلوماسۍ او محدودو ځوابي بریدونو په توازن پورې تړلی دی.
پای




