له پوهاوي تر عمله؛ د چاپېریال ساتنې په برخه کې د خلکو ونډه او هڅې
سلما احمدزي- چاپېریال نن سبا یوازې یوه ساده موضوع نه ده، بلکې په ټوله نړۍ کې یو حیاتي مساله ګرځېدلې ده. انسانان د چاپېریال د ساتنې اصلي بنسټ دي، چې د پوهاوي، مسؤلیت او عملي اقدام له لارې کولای شي د پام وړ مثبت اغېز وکړي.

هر سهار چې موږ ساه اخلو، د ونو سیوري چې موږ ته ارام راکوي، او د اوبو هر څاڅکی چې ژوند پرې دوام لري، ټول له طبیعت سره نږدې تړاو لري.
د کابل ښار اوسېدونکی داود، چې د اوبو او برېښنا د سپما کوونکې کارونې په اړه خبرې کولې، وویل: «د اوبو او برېښنا په مصرف کې سپما هم له طبیعت سره یوه لویه مرسته ده او هر څوک کولای شي دا کار ترسره کړي.»
د پنجشېر ولایت اوسېدونکې فریبا بیا وايي: «کله چې شنو سیمو ته ځمه، ډېر ښه احساس کوم.
په طبیعت کې اوسېدل د فشار او ستړیا په کمولو کې مرسته کوي او انسان ته نوې انرژي ورکوي.
دا ښه احساس موږ سره مرسته کوي چې ژوند ته په لا خوشحاله او تازه روحیه دوام ورکړو.»
د کابل ښار د یوه ښوونځي ښوونکې ګلالي په دې باور ده، چې د طبیعت د ساتنې فرهنګ باید له کورنۍ څخه پیل شي.
هغه وايي: «کورنۍ هغه لومړی چاپېریال دی چې خلک پکې ژوند کوي.
کله چې ماشومان او تنکي ځوانان د چاپېریال ساتنې په اړه د خپلې کورنۍ د مشرانو چلند وویني، هغوی هم دې کار ته لېواله کېږي او دا د خپل فردي مسؤلیت په توګه مني.»
نوموړې زیاتوي: «له کورنۍ وروسته ښوونځي او رسنۍ هم په دې برخه کې د پام وړ اغېز لري.»
د کابل بل اوسېدونکی رستم وویل: «موږ هر کال د چاپېریال د ساتنې لپاره نیالګي کېنوو او له هغو څخه ساتنه کوو.
د ونو ښخول د هوا په پاکوالي او د چاپېریال په ښه والي کې مهم رول لري.»
نوموړي زیاته کړه، چې زموږ په ټولنه کې د چاپېریال له مهمو ستونزو څخه یوه د هوا ککړتیا ده، په ځانګړې توګه د ژمي په موسم کې، چې د اوړي په پرتله د شنو سیمو د زیاتوالي او د سون توکو د کم استعمال له امله کموالی مومي.
د چاپېریال ساتنې کارپوه سید باسط رحماني وايي، چې د چاپېریال د ساتنې تر ټولو مهم ګام د خلکو عامه پوهاوی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې د کلونو جګړو او اقتصادي ستونزو له امله په دې برخه کې د عامه پوهاوي کچه ټیټه پاتې شوې، چې پایله یې د ځنګلونو له منځه تلو او د اوبو د حوزو د تخریب په څېر ننګونې دي.
هغه وايي، چې دا ستونزې د سېلابونو له اصلي عواملو څخه ګڼل کېږي او د حل لپاره باید د ښوونځیو، جوماتونو او نورو ټولنیزو مرکزونو له لارې عامه پوهاوی پراخ شي.
بل کارپوه سید محمد سلیمان خېل وویل، چې طبیعت ټول ژوندي موجودات په ځان کې رانغاړي او انسان هم د طبیعت یوه برخه ده.
هغه وايي، چې د ټکنالوژۍ پرمختګ، صنعتي کېدل، او د انسانانو قصدي او غیرقصدي لاسوهنو طبیعت له جدي زیانونو لکه د ځینو ژوو له منځه تلو، د ایکوسیستمونو له تخریب او د وحشي ژوو د کمېدو سره مخ کړی دی.
نوموړي ټینګار وکړ، چې اړینه ده انسانان مسؤولانه چلند وکړي او د طبیعت په ساتنه او بیارغونه کې خپله ونډه واخلي، څو دا ارزښتمن میراث راتلونکو نسلونو ته پاتې شي.
د چاپېریال ساتنې ادارې ویاند محب الله بهار وویل، چې د دې ادارې له مهمو دندو څخه عامه پوهاوي لوړول دي، څو هېوادوال د چاپېریال د ساتنې په اړه خپل مسؤلیت احساس کړي.
هغه زیاته کړه، چې تېر کال په ټول هېواد کې بېلابېل پروګرامونه، سیمینارونه او ورکشاپونه جوړ شوي، چې زرګونو کسانو ترې ګټه اخیستې ده.
نوموړي د ځنګلونو د ساتنې او د هغوی د تخریب د مخنیوي لپاره د نیالګي ښخولو د یوه پروګرام یادونه وکړه، چې موخه یې تر ۱۴۱۰ کال پورې د شاوخوا ۲۰۰ میلیونو نیالګیو کېنول دي.
همدارنګه یې وویل، چې د ځنګلونو د قاچاق د مخنیوي په موخه د اسلامي امارت د ریاستالوزراء له لوري یو فرمان صادر شوی، چې له مخې یې هېڅوک اجازه نه لري چې ځنګلونه قاچاق یا په ناقانونه ډول پرې کړي.
د کورنیو چارو وزارت تر سیوري لاندې د «شنې قطعې» په نوم یوه ځانګړې قطعه هم جوړه شوې، چې د ځنګلونو د ساتنې، د ناقانونه ونو پرې کوونکو د نیولو او د هغوی د فعالیتونو د مخنیوي مسؤلیت لري.
د طبیعت د لا ښه ساتنې لپاره د ایکوسیستمونو بیارغونې ته پاملرنه، د ژوو د له منځه تلو مخنیوی او له چاپېریال سره له زیان رسولو پرته مسؤولانه پانګونه هغه حیاتي اقدامات دي چې باید ترسره شي.
د خلکو له ګډون پرته د چاپېریال ساتنه ناشونې ده. د پوهاوي لوړول او د طبیعت پر وړاندې د هېوادوالو د مسؤولیت احساس پیاوړی کول کولای شي د چاپېریالي ستونزو په کمولو کې اساسي رول ولوبوي او د یوه سالم، خوندي او دوامدار راتلونکي لپاره زمینه برابره کړي.
پای



