
د مېوې پوست هم د مېوې په څېر بېلابېلې ګټې لري ،په روزمره ژوند کی ګټه ځینی اخیستلی شی:
۱ــ د لیمو او نارج پوست:
ــ که غواړئ چې د ځواني دانو او جوش له شره خلاص شئ نو د لیمو او نارنج له پوست څخه ګټه واخلئ. د لیمو او نارنج په پوست کې په زیاته اندازه انټي اکسایډ شتون لري چې کولای شي د ځواني دانو او جوش په له منځه وړلو کې ګته وکړي.
۲ــ د مالټې د پوست ګټې:
ــ د مالټي پوست کارول مو مخ له زړېدو او خرابوالي ساتي.
۳ــ د کېلې پوست:
ــ د مخ د حرارت درجې منظمولو لپاره د کېلې له پوست څخه ګټه واخلئ. هره ورځ خپل مخ او غاړه د همدې پوست په وسیله وموښئ.
۴ ــ دانارو پوست:
ــ انار یو انټي اکسیډنټ لرونکې مېوه ده، چې نه یوازې دانې ګټورې دي بلکې پوستکي یې هم ګټور دی. په دې کې فاسفورس، سوډیم، کلسیم، سلفر، اوسپنه، ویټامین ای، ویټامین بي، ویټامین سي، فولاد او هایدروکلوریک اسید شتون لري، چې د بدن د مختلفو فعالیتونو په ښه کولو کې مرسته کوي.
ــ که مخ مو د لمر وړانګو وهلی وي، نو د شپې پرمهال د انارو پوستکی اوبو کې واچوئ او سهار یې پرمخ ووهئ.
ــ پر بدن د سپینو داغونو د کمولو لپاره هم د انارو د پوستکي پوډر ګټور وي. که چېرته د متیازو ستونزي لرئ او یا په ځنډ سره متیازې کوئ، نو د انارو پوستکی اوبو کې واچوئ او و یې څښئ.
ــ د انارو پوستکی د شکرې ناروغانو لپاره هم ګټور وي او انسولین کنترولوي او ترڅنګ یې که د اشتها ستونزې لرئ نو د انارو پوستکی اشتها راولي. همدا راز زړه ته پیاوړتیا ورکوي، وینه پاکوي او هیموګلوبین هم له کثافاتو پاکوي.
پای