
ویژه روز-د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې خبر داری ورکړ،ټول هغه سوداګر چې هیواد ته د چای واردات لري باید هیواد ته هغه چای وارد نه کړي چې په هغه کې مصنوعي رنګ ګډ شوی.
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې، سرپرست ډاکتر عبدلباری عمر نن دوشنبه د (وری ۱۸ نیټه) د چای د وارداتو د ټولنې سره په تفاهم ټولو هغو سوداګرو ته خبرداری ورکړ چې هیواد ته بې کیفیته او داسې چای وارد نه کړي چې په هغې کې مصنوعي رنګ ګډ شوی وي.
عبدالباري عمر هغه چای ته چې په بهر ملک اخیستل شوې وي، یا په لار وي، او یا هم تر ګمرکونو رسیدلی وي او په کمه اندازه مصنوعي رنګ پکې ګډ شوی وي په مشروط ډول د سوداګرو د متضرر کیدو د مخنیوی په موخه تر راتلونکو دوه میاشتو پورې بازار ته د وړاندې کولو اجازه ورکړه ،او تر هغې وروسته که هر چای داسې چای وارد کړ چې مصنوعي رنګ پکې ګډ شوی وی د قانوني چلند سره به مخ شي.
ډاکټر جاوید هاژیر د دی اداری ویاند ویژه روز ته وویل:په ورته وخت کې د چای د وارداتو ټولنې د چای ټولو سوداګرو په استازیتوب د خوړو او درملو ملي ادارې د سرپرست پریکړي هر کلی وکړ او زیاته یې کړه چې وروسته له دوو میاشتو به په هیڅ صورت رنګ شوی چای وارد نه کړي.
دوی وایی چی،د یادونې وړ ده چې چای یوه طبیعي ماده ده، د نړیوالو معیارو له مخې پکې مصنوعي رنګ ګډول منع ده ځکه د مختلفو ناروغیو لکه ګردي، مثانې، پوستکي حتی د سرطان سبب ګرځي او د اسلامي شریعت له مخې په طبیعي ماده کې مصنوعي رنګ ګډول چې روغتیا ته تاوان رسوي جعل حرام ګڼل شوي دي.
پای