خبرونه
د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې یو تن د اسماني تندر غورځېدو له امله شهید سوي دي
خبریال/ بلال احمدی-ننگرهار

ویژه روز-نن غرمه مهال تقريبا درې بجې د ننګرهار ولایت ګوشتې ولسولۍ په مربوطاتوکې د اسماني تندر لوېدو له امله د نقیب الله ولد ګل رحمن په نوم یو تن شهید سو ي دي.
د ننګرهار امنیه قومندانۍ ویاند حافظ مولوي عبدالبصیر زابلی وایی؛یاد تندر هغه وخت را ولویده چې پر دغه سیمه باندې د باد باران او سختې تالندي څپه ورغلې وه.
د ننګرهار ولایت د ګوشتې ولسوالۍ امنيه قومندانۍ منسوبین د پېښې سیمې ته پر وخت رسېدلي وو او د یاد شهید جسد یې دشهيد وارثانو ته سپارلي دي.
دوی وایی؛په دغه پېښه کې بل چاته مالي او ځاني زیان نه دي اوښتې.
پای